په کندهار کي د کرني او مالدارۍ په سکتور کي د ۸۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلي سوي

دغه څرګندوني د کندهار د کرني او مالدارۍ رئيس حفظ الله سيدي د چهارشنبې په ورځ په ولايت مقام کي خبريالانو ته د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي دغه راز وویل، چي ددې ترڅنګ پر نږدې ۵ زره جريبه مځکه مېوه جاتو باغونه هم جوړ سوي، چي په خبره يې دلته په کندهار کي يې ښه پايله ورکړې.

د کندهار د کرني او مالدارۍ رئيس حفظ الله سيدي په ولايت مقام کي خبريالانو ته وویل، چي په روان ۱۳۹۷ مالي کال کي يې د خپل رياست نږدي ۹۰ فیصده بوديجه په مصرف رسولې.

دی وايي، چي د ټول کندهار په سطحه د يوې معياري کرني لپاره يې په بيلابيلو برخو کي د ۸۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلي کړي.

نوموړي دغه راز وویل، چي دلته په کندهار کي د پستې، رعفرانو او زيتونو باغونو ښه پايله ورکړې او ددغو کښتونو دلا پراختيا لپاره يې هڅي زياتي کړي دي.

د کرني او مالدارۍ رئيس وايي، چي د کرني سکتور د اصلاح لپاره يې ځني پروګرامونه په لاره اچولي او نږدې ۵ زره کروندګرو ته يې د افتونو د پېژندي او په زراعتي برخه کي د نوي او عصري تکنالوجۍ په اړه پوهاوی ورکړی دی.

حفظ الله سيدي وايي، چي د کرني سکتوري ته د ښځو په ورګډېدو سره د ښځو اقتصاد پياوړی سوی او له هغوئ سره يې په دې برخه کي مرستي کړي دي.

د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د پلانونو په اړه نوموړي وویل، چي غواړي پر ۵ زره جريبه دولتي مځکه سوداګريز لوی باغونه جوړ کړي، چي دا چاره به ددولت د عوايدو د زیاتوالي سره مرسته وکړي.

هغه د سيلو په عصري ډول جوړولو او په کروندو کي په ښه ډول د اوبو د تنظيم په اړه هم مالومات وړاندي کړل.

د کندهار د کرني او مالدارۍ رئيس ددې ترڅنګ وویل، چي د اوبو لګولو په برخه کي يې په ولسواليو کي تر ۱۰۰ زياتي پروژې عملي کړي او ددغه ډول پروګرامونو د پراختيا لپاره نور پلانونه هم ترلاس لاندي لري.

خبریال: رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...