پاکستان د طاهر داوړ کورنۍ ته ٥ ميلیونه ډالر ورکوي

د پاکستان حکومت اعلان کړیدی چې د وژل شوي پښتون پولیس افسر طاهر داوړ کورنۍ سره د پنځو ملیونو ډالرو مرسته کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدی په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د طاهر داوړ د کورنۍ سره به مرسته کوي او یو کس ته به کار هم پیدا کوي.

د پاکستان د حکومت د دغه اعلان نه مخکې د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت هم د هغه د کورنۍ سره د څلورو ملیونو ډالرو مرستې اعلان کړیدی.

داسې ویل کیږي چې د طاهر داوړ کورنۍ ته به ټولې ١١ ملیونه ډالرې ورکول کیږي.

د پښتون تحفظ تحریک مشر سید عالم محسود ویلي دي چې د طاهر داوړ د خون په بدل کې دغه پیسې ارزښت نه لري.

هغه وویل چې پښتون تحریک اوس هم د طاهر داوړ د قتل په اړه خپله غوښتنه تکراروي چې یو نړیوال کمیسون دې د هغه د قتل تحقیقات وکړي.

د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د قتل د تحقیقاتو لپاره یو پارلماني کمیسیون ټاکلی دی.

طاهر داوړ د اکتوبر په ٢٦ د اسلام اباد نه برمته شوی و او دوه اونۍ وروسته یې مړی په ننگرهار کې وموندل شو.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...