ولسمشر:هیله ده چې دغه نړیوال جام په خپلو کارنامو دوامدار افغانستان ته راوړئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په چهار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: د کرکټ نړیوال جام دوه ځله په دوره یي ډول افغانستان ته راوړل شو او هیله ده چې دا ځل به یې په خپلو کارنامو دوامدار راوړئ. جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ لوبغاړي هغه واقعي اتلان وبلل چې هېوادوالو ته تل د خوښۍ او ویاړ احساس ورکوي. هغه زیاته کړه، فکر نه کوم د کرکټ هومره اجماع دې د بل څه په اړه موجوده وي او حکومت به خپل امکانات له دغو ملي اتلانو څخه درېغ نه کړي.

رئیس‌جمهور غنی خطاب به بازیکنان تیم ملی کرکت: آرزو دارم این جام جهانی را در کارنامه های تان دوام‌دار به افغانستان…

‎Posted by ‎ARG – ارگ‎ on‎ څلنۍ د ۲۰۱۸ د دسمبر ۲۶

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، له نېکه مرغه ستاسو په دوره کې د کرکټ نړیوال جام دوه ځله  افغانستان ته راوړل شو.  هغه زیاته کړه،د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د لس هېوادونو په ګډون په ۲۰۱۹ کال په انګلستان کې پیلېږي او دا ځل به د کرکټ د دغو ملي اتلانو له برکته دغه نړیوال جام په حقیقي بڼه افغانستان ته راوړو.

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...