وسله والو طالبانو د پرديو ګټو لپاره د خپل هيواد او خلګو ګټي په خطر کي اچولي

امریکا تېره اوونۍ د اېراني ماډل وسلو په ښودلو سره پر اېران تورې پورې کړ چې طالبانو ته وسلې او تجهیزات ورکوي.

امریکا له طالبانو سره د روسیې او اېران په خواخوږۍ او وروستۍ تار غځونې پوهېږي او هڅه کوي څومره ژر چې کېدای سي د افغان سولې پروسه بریا ته ورسوي.
همدا لامل دی چې روسیه او اېران هم په ټول توان هڅه کوي خپل مخالف هېواد امریکا په افغانستان کې ناکام کړي او طالبان د دې کار له‌پاره ورته ښه وسیله کېدای سي.
افغان سولې ته د هیلو زیاتېدو سره سم دواړه هېوادونه په‌دې لټه او هڅه کې دي چې دغه پروسه ناکامه او په افغانستان کې روانه جګړه همداسې دوام وکړي.
د طالبانو وروستی دریځ هم د دې ښکارندويي کوي چې روسیې او اېران پر شا ټپولي او په هېواد کې د جګړې دوام له‌پاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
خو طالبان باید سر خلاص کړي چې په هېواد کې د روانې جګړې دوام یې په ګټه نه‌دی. د تېر په څېر به یې بیا هم قربانیان یوازې افغانان وي او ګټه به یې نورو هېوادونو ته رسېږي.

دوی باید په‌دې پوه شي چې ګاونډي او د سیمې یو شمېر هېوادونه چې دوی ته یې د هر راز مرستې ټټر وهلی، د دوی بریا نه، بلکې د خپلو شومو موخو رسېدو ته ناست دي او دوی یوازې د وسیلې په توګه کاروي.
بله‌خوا افغان حکومت او نړېوالې ټولنې، په ځانګړې توګه امریکا ته په‌کار ده چې د افغان سولې پیل شوې پروسه ګړندۍ کړي او هغه ټولې لارې وکاروي چې دغې موخې ته د رسېدو برخه کې ورسره مرسته کولای شي.
که څه هم ګاونډي او د سیمې هېوادونه اوس په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام او د افغان سولې پروسې د ناکامېدو هڅه کوي، خو که د افغان سولې پیل شوې پروسه ناکامه شوه، یوه ورځ به د دغه اور لمبې دوی هم وسوځوي چې اوس یې د تېزولو هڅه کوي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

رویټرز: خلیل‌زاد طالب پلاوي سره پر اوربند او د نړیوالو ځواکونو په راتلونکي غږېدلی

نن د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د متحد عربي اماراتو ابوظبۍ ښار د طالبانو او ...