ملامنان څوک وو؟


ملا منان په اصل کې د هلمند د نوزاد ولسوالي و، له نږدې ۸ کلونو راهيسې د هلمند لپاره يې د طالبانو په لیکو کې تش په نوم د والي په صفت دنده ترسره کړه او د هلمند په شمول يې د یو شمېر جنوبي ولایتونو جګړې هم رهبري کولې.

ملا منان چې د پاکستان له ای‌ایس‌ای سره يې نژدې اړیکي لرلې، په دې ورستیو کې يې له روسيې او ایران څخه هم مالي امکانات او وسلې تر لاسه کولې او د هغوی شوم اهداف يې دلته مخې ته وړل، نو همدا و چې د هېواد په ورانۍ او انسان وژنه يې هيڅ ډول درېغ نه کاوه.

دا چې ملا منان د طالبانو د مخکېني مشر ملا منصور خاص نفر و، د هغه له وژل کېدو وروسته يې د طالبانو د اوسني مشر ملا هيبة الله سره اړيکې سمې نه شوې او خپلې ټولې چارې يې له هيبةالله څخه بېلې کړې او په مستقل ډول يې مخې ته وړلې.

د ده او ملا هيبةالله تر منځ اړيکې هغه وخت لا پسې خرابې شوې چې په هلمند کې يې د نشه‌يي توکو او رخام ډبرو د قاچاق او له خلکو د ذکات او عُشر په نوم د باج اخيستنې له قراره د عوايدو پر سر ناندرۍ جوړې شوې.

پر دې سربېره، ملا منان چې د قدرت او پيسو سخت مجنون و، له ملا ذاکر، ملا عبدالقیوم، ملا عبدالباري او نورو قوماندانو سره يې هم اړيکې ځکه خرابې او وشلولې چې ده غوښتل، ټول عوايد او امتيازات دی او د ده همفکره بانډ تر لاسه کړي.

هلمند د وسله‌والو طالبانو لپاره تر ټولو لويه عایداتي سرچینه ده. دلته هغه سيمې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي، د ملا منان له لوري په جبري توګه پر خلکو په ځمکو بې له کوکنارو بل هیڅ نه کرل کېدل، له همدې کښتونو څخه يې په سلګونه ټنه نشه‌يي توکي تر لاسه کول او د ده او د شريکانو له لوري يې تر پروسس وروسته بهرنيو هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران ته چې پر خپل مسير يې اروپايي هېوادونو ته د قاچاق لاره ورکړې وه، انتقالول.

ملا منان پر نامشروع عوايدو د مستي په پایله کې په دې وروستيو کې پنځمه ښځه هم کړې وه او د مالوماتو پر بنسټ، نوموړی يو عياش او نفس پرسته کس و.

هغه په پاکستان او ايران کې په سوونو لکونو پيسو جوړې شوې ودانۍ لرلې، خو زموږ په هېواد کې يې د ټولګټو پروژو ضد فرمانونه صادرول او په هلمند او فراه کې يې نه يوازې دا چې د لویو پروژو له قراردادي شرکتونو باج اخيست، بلکې پر دې سربېره يې هم د پاکستان او ايران په لمسون زموږ د لویو او بنسټيزو پروژو پر مخ لوی خنډونه ايجادول او جوړېدونکې چارې يې په ډېره ظالمانه توګه بېرته تخريبولې.

ملا منان د سولې ضد، خو د ترهګري او جګړې پلوی و، د هلمند هغه طالبان چې له جګړې ستړي او روانه جګړه يې یوازې وروروژنه بللې وه او هڅه يې کوله چې سوله وکړي، د ده له خوا په نښه او ان له منځه وړل کېدل چې په دې پېښو د هلمند ټول اوسېدونکي خبر دي.

ملا منان د نوي نسل، په ځانګړې توګه د نجونو د تعليم سرسخت مخالف و، هڅه يې دا وه چې دا وګړي بې‌تعليمه او وروسته پاتې شي، په دې ورستیو کې يې د پولیو ضد واکسین ته هم شرایط سخت کړل او کور په کور يې د ماشومانو د واکسین مخه ونیوله.

دا چې د ای‌ايس‌ای له خوا ولې دا مفکوره ورکړل شوې وه، مالومه نه ده، خو کېدای شي چې پاکستان او ايران غوښتل موږ همداسې په ناروغیو کې ګیر پاتې شو او ماشومان مو فلج شي چې بدبختانه د کور په کور واکسین مخې نیولو زیان تر ماشومانو ورسېد او په دې ترتيب، درې مثبتې پېښې ثبت شوې او درې ماشومان په دایمي فلج اخته شول.

د دې ترڅنګ د سړکونو تخریب، د پرېمانه ماینونو د ځای پرځای کولو امرونه يې هره ورځ کول، پر ملکي او ګڼ مېشتو سيمو د ټرورستي او ځانمرګو بريدونو يې ځانګړې لېوالتیا لرله او هغه ځکه چې ده فکر کاوه، په دې ترتیب به د خلکو او دولت ترمنځ اوبه خړې او دوی به ماهيان په‌کې ونيسي.

پر کابل بانک، ورزشي لوبغالي او نورو سيمو ترهګريزو بريدونو حکمونه همدې ملا منان ورکړي وو چې سلګونو بې‌ګناه انسانانو ته يې په‌کې مرګ ژوبله واړوله.

ملا منان د قومونو تر منځ پراخ جنجالونه واچول چې یوه بېلګه يې د موسی کلا ولسوالي د خلکو ځمکې د نوزاد پر خلکو وېشلو مسله وه او په دې ډول يې د قومونو ترمنځ دايمي جنجال او تربګني ته لاره هوارول، ان په دې مسله کې جګړه هم وشوه، ځينې پکې ووژل شول او په لسګونه ټپیان شوه او لا هم هغه لانجه پر ځای پاتې ده.

د ایران لپاره د اوبو د ورکړې پلوی و او ډېره هڅه يې دا وه چې هلمند کې ځمکې وچې پاتې شي، خو تر ایران پورې دې اوبه ورسېږي، ځکه د دې همکاري په صورت کې يې مالي امکانات تر لاسه کول.

دا يې خپلو ولسونو ته د خدمت بېلګې وې چې ټول هلمندیان پرې خبر او ښه پوهېږي.

په نږدې يوه لسيزه کې، ملا منان د هلمند او فراه مظلوم خلک، ماشومان، ښځې او سپين ږيري په شهادت رسولي، عامه شتمنۍ، مسجدونه، سړکونه، مکتبونه، کلينيکونه او نور يې کنډ او کپر کړي دي او بالاخره تر شا يې د دې هېواد د ورانونې او عام وژنې داسې تاريخ پرېښود چې اوس به په قبر کې ورسره د حساب کتاب تاله روانه وي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

رویټرز: خلیل‌زاد طالب پلاوي سره پر اوربند او د نړیوالو ځواکونو په راتلونکي غږېدلی

نن د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د متحد عربي اماراتو ابوظبۍ ښار د طالبانو او ...