مرستیال او سرپرست والي: د هیواد او خلګو په ساتنه او دفاع کي د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه

دغه څرګندوني د چهارشنبې په ورځ مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب د امنیتي مجلس په اونیزه غونډه کي وکړې، دغه غونډه چي د سرپرست والي په مشرۍ جوړه سوې وه پرمهال یې د ټولو امنیتي ځواکونو مسؤلینو او استازو، د يوشمېر ولسواليو ولسوالانو او د دولتي ادارې يو شمېر رئيسانو هم حضور درلود.

په غونډه کي لومړی د امنیتي ارګانونو مسؤلينو د تېري اوونۍ اړوند د خپلو لاسته راوړنو لنډ ګزارشونه او د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات د سرپرست والي سره شریک کړه، چي د ګزارشونو او لاسته راوړنو وروسته ښاغلي منیب د ټولو امنیتي ځواکونو د تېري اوونۍ هڅي او لاسته راوړني وستایلې او په یوشمېر امنیتي برخو کي یې ورته لازمي سپارښتني وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کي وویل: د اولس همکاري په دې وروستیو کي د امنیتي ځواکونو سره زیاته سوې او په هره برخه کي ورسره همکاره دي، هغه د اولس همکارۍ د امنیتي ځواکونو سره اړینه وبلل او د هغوئ څخه یې د امنیت په برخه کي د لا همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي منیب ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چي په پوره همږغۍ سره د امنیت په ټینګښت کي لا هم هڅه وکړي او د اولس سره خپلي اړیکي نوري هم پراخي کړي.

مرستیال او سرپرست والي ټول امنیتي ځواکونه د هیواد او خلګو ريښتنې خدمتګاران وبلل او د هغوي هڅي او قربانۍ چي د امنیت په ټینګښت او د هیواد او خلګو څخه په ساتنه او دفاع کي کړي د ستایلو ترڅنګ یې دهغوئ قدردانی هم وکړ.

د امنیتي مجلس د غونډي په وروستيو کي پر يوشمېر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو هم خبري وسوي او په اړه يې لازمي پرېکړي وکړې .

خبریال: سید ستار مهتابي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...