مرستيال او سرپرست والي:هغه امکانات چي ولايتي اداره يې په واک کي لري په متوازن ډول به يې تر ټولو ولسواليو پوري ورسوي

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د ارغستان ولسوالۍ د قومي او ولسي مشرانو سره د يوه مجلس پرمهال وکړې.

په دغه مجلس کي لومړی د ارغستان ولسوالۍ قومي او ولسي مشرانو د مرستيال او سرپرست والي د هڅو او زحمتونو ستاينه وکړه او وروسته يې د دغه ولسوالۍ اړوند معلومات له هغه سره شريک کړل.

همدارنګه نوموړو د ارغستان ولسوالۍ اړوند د يو شمېر ستونزو يادونه هم وکړه او د حل په برخه کي يې له ولايتي ادارې څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل: هغه امکانات چي ولايتي اداره يې په واک کي لري، تر ټولو ولسواليو پوري به يې په متوازن شکل ورسوي، هغه زياته کړه: ولايتي اداره متوازن انکشاف رامنځته کوي ترڅو په هره برخه کي ولسونو ته د ارام او هوسا ژوند کولو زمينه مساعده سوې وي.

ښاغلي منيب وويل: ولايتي اداره هڅه کوي چي خپل امکانات تر لېري پرتو ولسواليو پوري ورسوي، ترڅو د هغوئ ستونزي د امکان تر حده حل سوي وي او د خپلو حقوقو څخه برخمن سوي وي.

نوموړي وويل : ولايتي اداره په پلان کي لري چي راتلونکی کال په ارغستان ولسوالۍ کي په يو شمېر برخو کي لويي پروژې پلي کړي، همدارنګه يې راغلو مشرانو ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د ستونزو د حل په برخه کي د هر ډول همکاريو ډاډ هم ورکړ .

نیوز څانګه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...