د کندهار ولايت مقام د دفتر د رياست لپاره نوی رئيس وټاکل سو

د پنجشنبې په ورځ د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب لخوا د کندهار ولايت مقام د دفتر د رياست لپاره مسعود احمد عمر په رسمي ډول د ولايت مقام مامورينو ته د نوي رئيس په توګه معرفي سو او پر خپله چوکۍ ئې کښېنولی.

 مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل  د ولايت مقام د دفتر نوی رئيس د ازادي سيالۍ له لاري دغه بست ته بريالی سوي،چي د پوره استعداد  او کاپي تجربې څخه برخمن دی.

ښاغلي منيب نوی رئيس ته د مبارکۍ ترڅنګ ټولو مامورينو او نوي ټاکل سوی رئيس ته هدايت وکړ ،چي د قانون په رڼا کي خپلي کاري چاري سمبال او ولس ته لازم خدمات وړاندي کړي.

په دې معرفت غونډه کي د ولايت مقام د دفتر نوی رئيس مسعود احمد عمر د مرکزي او ولايتي ادارې څخه مننه وکړه،چي پر ده يې باور کړی او دغه دروند مسؤليت يې ورته سپارلی دی

هغه زياته کړه،چي تر خپله وسه به د قانون په رڼا کي د خپلو چارو د سمبالولو په موخه جدي هڅي وکړي او ولس ته به لازم خدمات وړاندي کړي.

 وروسته د ولايت مقام د يو شمېر نورو رياستونو رئيسانوهم خبري وکړې او ښاغلي عمر ته يې د نوي دندي د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

نیوز څانګه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...