د کندهار د مخکني ښاروال او د ښار او کور جوړولو د پخواني سرپرست وزير او د همدې وزارت د اوسني معين انجينر روښان ولسمسل پلار حاجي فضل احمد ولسمل وفات سو

نوموړی د کندهار ولایت علمي شخصيت او د پوهنیز بهیر ستره هستي او ځلانده ستوری ؤ، چي دخپل ژوند زیاته برخه یې د کندهاري ځوانانو په روزلو کي تېره کړې وه.

مرحوم په بیلابیلو وختونو او بیلابیلو مؤقفونو کي دکندهار معارف ته ستر خدمتونه کړي وه او د ژوند تر ورستیو شېبو پوري یې د کندهاري ځوانانو د روزلو مسؤلیت پر غاړه درلود.

مرحوم ولسمل د چهار شنبې په ورځ سهار په داسي حال کي چي په صنف کي زده کوونکو ته په تدریس بوخت و د زړه د سکتې له امله په حق ورسید.

د نوموړي پر مرګ دکندهار يوشمېر دولتي چارواکو، د معارف مسؤلينو او ځوانانو خواشيني څرګنده کړې او د هغه مړينه يې د معارف په برخه کي يوه لويه ضايع بللې ده.

نیوز څانګه

x

دا هم وګورئ

دشهيد عبدالاحدکرزي د روزنتون پر زده کوونکو البسه توکي و وېشل سوه

د شنبې په ورځ د سرپرست والي عبدالحنان منيب له لوري د شهيد عبدالاحدخان کرزي ...