د کندهار امنيه قومندان د امنيت د ارزوني په موخه د کندهار ژړۍ او ميوند ولسواليو ته ولاړئ

د چهارشنبې په ورځ د کندهار امنيه قومندان تورنجنرال تادين خان ژړۍ او ميوند ولسواليو ته ولاړئ او هلته يې د يادو ولسواليو د امنيتي حالت څخه د نژدې ځان خبر کئ.

امنيه قومندان په دغه کاري سفر کي د سيمي له خلکو، قومي مشرانو او امنيتي ځواکونو سره ليدلي او د هغی ستونزي يې د نژدې د حل په موخه اورېدلي دي.

د دغه سفر پرمهال د کندهار امنيه قومندان تورنجنرال تادين خان د سيمي له مشرانو سره د کندهار ښار او ولسواليو د امنيت پر خونديتوب خبري کړي او په دغه برخه کي يې د خلکو غوښتني او مشورې له ځان سره اخيستي.

ښاغلي تادين خان د ښه امنيت را وستلو په برخه کي د يادو ولسواليو امنيتي ځواکونه ستايلي او ددې ولسواليو د مشرانو څخه يې هم مننه کړې، چي د امنيتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه د خپلو سيمو امنيت ساتلو کي مرسته کوي.

داپه داسي حال کي ده، چي د کندهار امنيه قومندان له څه مودې راهيسي د کندهار ښار او ولسواليو د امنيت د ښه خونديتوب په موخه د کندهار يو شمېر ولسواليو ته سفرونه کوي او هلته د سيمي له خلکو او امنيتي ځواکونو سره ويني.

نیوز څانګه

x

دا هم وګورئ

دشهيد عبدالاحدکرزي د روزنتون پر زده کوونکو البسه توکي و وېشل سوه

د شنبې په ورځ د سرپرست والي عبدالحنان منيب له لوري د شهيد عبدالاحدخان کرزي ...