د کرکټ د نړۍ کمکی کپټان

د استرالیا کرکټ لوبډلې له هند سره د کال وروستۍ سیالۍ چې د کرسمس سیالي هم یادیږي، یو ۷ کلن ماشوم لوبغاړی ارچي شلر د لوبډلې ګډ کپټان په توګه ټاکلی دی.

د استرالیا او هند ترمنځ د څلور ټسټ سیالیو لړۍ چهارشنبه د (دیسمبر ۲۶) نیټه په ملبورن کې پیلیږي.

۷ کلن ارچي شلر د استرالیا د کرکټ لوبډلې مینه وال دی او درې میاشتینی وو چې تشخیص شوه چې د زړه په ناروغۍ اخته دی.

نو له همدې کبله د استرالیا کرکټ بورډ د هغه نازولو له کبله د خپلې لوبډلې ګډ کپټان په توګه معرفي کړی دی.

تراوسه څو ځلې شلر د زړه ناروغۍ له کبله عملیات شوی هم دی.

د استرالیا کرکټ بورډ وايي: “د شلر کرکټ خوښ دی، خو د هغه روغتیايي وضعیت ورته اجازه نه ورکوي چې په ازاده توګه کرکټ وکړي. “

x

دا هم وګورئ

کرېکټ: په ۲۰۱۸ کال کې د راشد خان نوي رېکارډونه

د افغانستان وتلي توپ اچوونکي (بالر) راشد خان په ۲۰۱۸ کال په ۵۰ اوریزو لوبو ...