د کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست خبرتيا

د معلولينو ملي اداره په پلان کي لري، چي د ټول هيواد په سطحه (۲۹۲) تنه د شهيدانو او معلولينو اولادونه هندوستان هيواد ته د بورس له لاري د درسونو لپاره واستوي.

د دغه بورسونو شرايط په لاندي ډول دي

1: له دوولسم ټولګي څخه فارغه وي.

2: شهادت نامه په لاس کي ولري.

3: د نمرو فيصدي يې له ( ٪ ۷۱ ) څخه پورته وي.

4: په انګلېسي ژبه باندي رواني خبري وکولای سي.

5: د تګ او راتګ لپاره د ټکټ پيسې ولري.

6: په جرم باندي متهم نه وي.

7: د پلار د معلوليت يا شهادت کارت او وسيقې خط په لاس کي ولري.

په پورته شرايطو برابر کسان به په مرکز کي امتحان ورکوي او د کاميابۍ د نمرو د ترلاسه کولو سره سم به هند هيواد ته د درس لپاره لېږل کېږي.

x

دا هم وګورئ

دکرهڼي او مالدارۍ رياست خبرتيا

دکرهڼي اومالدارۍ رياست دمحترمو تجارانو او عامو اوسېدونکو څخه هيله کوي، ترڅو لاندي څو ټکي ...