د ښار او کور جوړني وزارت دمعین روښان ولسمل د پلار فضل احمد ولسمل جنازه خاورو ته وسپارل سوه

د جنازې په مراسمو کي د کندهار مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال ددولتي ادارو رئیسانو، د پوهنتونو او مکاتیبو استادانو او دمرحوم ګڼ شمېر شاګردانو ګډون کړی ؤ.

د کندهار مرستیال او سرپرست والي او د جنازې ګډونوالو استاد ولسمل د کندهار دپوهني پایه وبلل او د نوموړي مړینه یې په دې برخه کي ستر ضایع یاده کړل .

فضل احمد خان ولسمل په ۱۳۲۹ لمریز کال کي د کندهار ډنډ ولسوالۍ د محل نجات په سیمه کي زېږېدلی وو، د هغه سیمي څخه یې لومړنۍ زده کړي پیل او په کال (۱۳۶۳) کي د عالي دارالمعلمین څخه فارغ او په خپله رشته کي یې د تېرو ۴۷ کلنو څخه په کندهار او هلمند کي په زیاتو ښوونځیو کي د ریاضي د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

ارواح ښاد ولسمل په ډېر صداقت سره د استادۍ دنده سرته رسول او تر دا مهاله یې په زرګونه زده کوونکي په علم سمبال کړي دي.

مرحوم فضل احمد خان ولسمل د ژوند تر اخیري سلګۍ پوري د وطن بچیان روزل او د تېري چهارشنبې په ورځ د سیدجمالدین افغان په لیسه کي د تدریس پر مهال په حق ورسېد او ساه یې ورکړه .

د کندهار مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب وايي چي مرحوم فضل احمد خان ولسمل خپل ټول ژوند د وطن  دبچیانو روزني ته ځانګړی کړی ؤ او نوموړي د کندهار معارف په برخه کي يو داسي ښوونکی وو چي ضایع به یې تر ډیره ډکه نسي.

ښاغلي منیب زیاته کړه چي مرحوم ولسمل د خپل زوی روښان ولسمل په څير زیات شاګردان روزلي چي په خبره یې اوس یې زده کوونکي د هیواد په اساسي ځایونو کي د مرحوم ولسمل په څېر صادقانه دنده مخ ته وړي.

نوموړي د مرحوم فضل احمد خان د کورنۍ تر څنګ د کندهار ټول ولس ته تسلیت وړاندي کړ.

د جنازې په مراسمو کي د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال وویل د مرحوم ولسمل مړینه د کندهار لپاره دپوهني په ډګر کي لویه ضایع ده .

حاجي سیدجان خاکرېزوال وویل مرحوم فضل احمد ولسمل د کندهار معارف د سمون او پرمختګ په برخه کي بې ساري هڅي کړي وې.

دې ته ورته د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون وویل چي فضل احمد خان ولسمل د کندهار معارف د پخوانیو استادانو څخه وو چي په خبره یې نوموړي د معارف پایه بلل کېده .

ښاغلي پیوستون زیاته کړه چي د پوهني ریاست په اساسي موضوعاتو کي ولسمل لویه ونډه درلوده.

د ارواح ښاد فضل احمد خان ولسمل همسکلو ملګرو او د معارف استادانو نوموړی پر هیواد او خلګو مین شخص یاد کړ او وویل چي مرحوم په خپل ټول عمر کي په خپل وظیفه کي بې ځایه غیر حاضري نه ده کړې .

د هغه ملګرو وویل چي نوموړي په درس سخت خو په خپل ژوند کي د ورین تندي خاوند وو.

د جنازې د مراسمو په ورستیو کي د ښار او کور جوړولو مخکني سرپرست وزير او اوسنی معین د ټولو راغلو خلګو څخه مننه وکړه چي د پلار په دروند غم کي يې برخه ورسره واخیستل.

نوموړي زیاته کړه چي پلار یې یوازي روښان ولسمل نه دي روزلي بلکي دده په څېر د کندهار زیات شمیر بچي روزلي دي.

د کندهار معارف دروند ښوونکی فضل احمد خان ولسمل د ۶۸ کلنو په عمر په صنف کي د تدريس پر مهال ساه ورکړه ، د نوموړي یوازنی زوی روښان ولسمل دی چي اوس مهال د ښار او کور جوړوني وزارت معین دی او دوې لوڼي یې وې.

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...