د ټولني روغتيائي کارکوونکي لومړني ژمن چمتو کوونکي دي

تردې شعار لاندي دروغتيا پالانو ملي ورځ ولمانځل سول.

مراسيم، چي په عامي روغتيا رياست کښي جوړ سوي وو، دروغتيا پالانو ترڅنګ په کښي ګنو روغتيائي کارکوونکو هم ګډون کړی ؤ.

غونډي ته پيليزه وينا کي دعامي روغتيا رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا دجمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني راليږل سوی پيغام ولوست او درضاکاره روغتيايي کارکوونکو دفعاليت ستاينه يې وکړل .

دپيغام په يوه برخه کښي راغلي وو، چي په ټولنه کښي دروغتيائي کارکوونکو فعاليت ځکه دستايني وړ او مهم دی، چي په ليري پرتو سيمو کښي اوسېدونکو ته لومړي روغتيايي خدمتونه وړاندي کوي.

ښاغلي پخلا دغه راز دروغتيائي کارکونکو څخه وغوښتل ترڅو دعامه پوهاوي په برخه کښي هم دروغتيا پالانو سره مرسته وکړئ او اوسېدونکو ته منظم غذائي رژيم ور زده کړئ.

غونډه کي دنورو روغتيائي کارکونکو په استازيتوب نقيب الله او تاج محمد خبري وکړې او دخپلو فعاليتونو په اړه يي معلومات وړاندي کړل.

ديادوني وړده، چي دمراسيمو وروستيو کښي هغو رضا کاره روغتيائي کارکونکو ته ستاينليکونه هم ورکول سول، چي په خپلو سيمو کښي يي بريالی خدمتونه تر سره کړي ول.

نثاراحمد احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...