د هلمند باباجي او نهرسراج کي د روانو عملیاتو پر مهال ۲۵ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند امنیتي مسئولین وايي: د باباجې اړوند یو شمېر سيمي يي له وسله والو طالبانو نیولي دي، او د هغوی یو شمېر مرکزونه يې ویجاړ کړي دي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان چي باباجي کي يي د پیل سوو عملیاتو څخه لیدنه کول خبریالانو ته وویل : چي دا عملیات يي د باباجي د سیمي د بشپړ دایمي امن او نهرسراج ولسوالۍ کي د امنیتي پوښښ د پراختیا لپاره پلان کړي ، چي په بریالیتوب روان دي.

د ده په وینا د دې عملیاتو لپاره پوره چمتوالی نیول سوی دی ، او دا مهال ځواکونو پنځه کیلومتره پرمختګ کړی دی.

د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین وايي : دې عملیاتو کي د وسلو او وسایلو له اړخه ټول چمتوالی نیولی سوی دی ، او د سیمي تر امنیت وروسته په سیمه کي دایمي امنیتي پوستې جوړي سي.

د هلمند د امنیت آمر سمونوال ګلی خان وسله وال مخالفین يي پر شا کړي دي ، او دلته يي د هغوی درې قوي سنګرونه له منځه وړيدي.

امنیتي مسئولین وايي : باباجي ، نهرسراج او سره ګودر عملیاتو کي يي تر دې مهاله ۲۵ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دې سیمه کي امنیتي ځواکونه د تصفیې ترڅنګ د ماینونو پر شنډولو هم بوخت دي ، چي تر اوسه يي لسګونه ماینونه شنډ کړي دي.

باباجي لښکرګا ښار ته نږدې سیمه ده ، چي کلونه کلونه دلته وسله والو مخالفینو نا امني جوړه کړې وه.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...