د هلمند اوسیدونکو د پاکستانیو پیسو او پاکستانیو تولیداتو پر ضد لاریون وکړ

هلمند کي سلګونه ځوانانو د یوه لاریون  پر مهال له ټولو خلکو وغوښتل ، چي پر پاکستانۍ کالداره راکړه ورکړه ونه کړې او د پاکستانيو توکو پر ځای د خپل هیواد داخلي تولیدات واخلي.

د هلمند سلګونو اوسیدونکو چي اکثریت برخه يي ځوانان وه ، د پاکستانی کالداري د راکړي ورکړې ، د مخنیوي او د پاکستانیو تولیداتو پر ځای د خپلو تولیداتو د پلور په تړاو لاریون وکړ ، او د ښار تر بیلابیلو برخو يي دغه شعارونه بدرګه کول ، دوی له دوکاندارانو او عامو خلکو غوښتنه کول ، چي نور د پاکستانیو تولیداتو پرځای خپل کورني تولیداتو څخه ګټه واخلي ، ترڅو دغه هیواد چي تل يي د افغانانو په وژنه او غم کي ګټه ترلاسه کړې ده ، نور پوه سي ، چي افغانان ویښ سوي دي ، او د ګاونډیانو په شیطاني دسیسو نه تیروزي.

دا لاریونکونکي چي اکثریت ځوانان و ، وايې دوی د پاکستان پر ضد خپلو دې هڅو ته دوام ورکوي ، د لاریون تنظیمونکي وايي : پاکستان په افغانستان کي د دې لپاره د وژونو او جګړو تخم شیندلی دی ، ترڅو د دوی مارکیټونه چالان و اوسې او خپل بېکیفته تولیدات په لوړ قیمت پر یوه داسي افغانستان وپلوري ، چي د تولیداتي اړخه تل پاکستان ته محتاجه وي.

دوی وايي : نور افغانستان د پاکستان له اړتیا وتلی دی ، او مجبور نه دی ، چي د پاکستاني تولیداتو په انتظار و اوسې ، دوی پر ټولو افغان سوداګرو  ږغ کوي ، چي دلته صنعتي او تولیدي فابریکي جوړي کړي ، ترڅو افغانستان د پاکستان له هرډول وارداتي اړتیا څخه د تل لپاره خلاص سي ، او له هره اړخه پر ځان بسیا هیواد سي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...