د جينيوا کنفرانس په عمومي غونډه کې د جمهور رئيس محمد اشرف غنی وينا متن

لومړی مېرمن مېرمن ډیکارلو، ډاکټر صاحب عبدالله، وزیر صاحب کیسیس، د پلاویو مشرانو، ښاغلو او آغلو، همکارانو، سفیر یاماماتو ویاړم چې دلته جینیوا کې حضور لرم. اجازه راکړئ چې ستاسې، زموږ نړیوالو شریکانو، څخه هم مننه وکړم. له تاسې ډېره مننه کوم چې د ۲۰۰۱ کال څخه راپه دېخوا موږ سره یوولس مرستندویه او غیر مرستندویه کنفرانسونه او ناستې یې دایر کړي. نوموړي جلسې په بن، برلین، بروکسل، لندن، پاریس او ټوکیو کې دایرې شوې وې او زموږ مسیر ټاکلو او ملاتړ جلبولو لپاره ډېرې اړینې وې.

موږ همدارنګه د ناټو له جلسو څخه مننه کوو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، حمایت قاطع او آیساف تمویل لپاره یې منابع وقف کړي. موږ غواړو له ټولو مرستندویه هېوادونو—د هغوی دولتونو او په ځانګړي توګه خلکو—څخه د دوامدار او اصولي ملاتړ مننه وکړو او ستاسې هغو لوڼو او زامنو ته د درناوي مراتب وړاندې کړو چې په دې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی—ستاسې څخه ۳۴۵۸ خپل ژوند د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ تر منځ دلته قرباني کړ، او د ۲۰۱۵ کال جنوري. ستاسې له یو میلیون عسکرو څخه او د وژل شویو عسکرو له کورنیو څخه مننه کوم، دوی زموږ خلکو او هېواد ته خورا ډېر قدر او اندېښنه لرله.

موږ همدارنګه غواړو چې ۲۰۰۱ کال څخه را پدېخوا د امریکا د متحدو ایالتونو څخه مننه وکړو چې زمو د اساسي متحد په حیث موږ سره مالي او ځاني مرستې کړي. د ولسمشر ټرمپ جنوبي آسیا ستراتیجي خورا اغېزناک دی، او موږ ته یې دا فرصت برابر کړی تر څو په خودکفایۍ، اصلاحاتو او سوله تمرکز وکړو. موږ له خپلو سیمه ییزو شریکانو څخه هم مننه کوو چې د همکارۍ دوه جانبه بنیاد یې موږ ته برابر کړ، او همدارنګه د آسیا زړه/استانبول پروسه او RECCA ناستې او نور فورمونه یې دایر کړې.  په آخره کې د ملګرو ملتونو نه مننه کوم چې د ننۍ ناستې کوربه توب یې موږ سره ګډ ترتیب کړ، او له ټولو برخوالو رهبرانو څخه مننه کوم. دا کنفرانس د تحول او تداوم دواړو نښه ده، همدارنګه د دې بدلون ښکارندوی ده چې افغانان د خپلو ستونزو مسؤلیت او د حل لارو ویستلو رهبریت یې په اوږو اخلي.

کله چې دوه کاله مخکې موږ په بروکسل کې راغونډ شوي ؤ، او زه د ځانګړي استازي موګیریني او همکارانو څخه یې مننه کوم چې هغه کنفرانس یې ډېر ښه مدیریت کړ، زموږ هېواد د تحول لسیزي ته نوی داخل شوی ؤ—هغه لسیزه چې د خودکفایۍ لپاره پکې حکومت جدي اصلاحات رامنځته کوي، د خدماتو رسونه لا ښه کوي او د حکومتولۍ سیستم داسې عیاروي چې حسابده او خودکفا وي. د تحول لسیزې په نیمایي کې هغه کومې بېلګې دي چې را برسېره شوي دي؟ زه به یې درې بېلګې توضیح کړم:

لومړی، افغان ښځې او سړي د اساسي قانون ارزښتونه—په ځانګړې توګه هغه برخې یې چې ټولو اتباعو ته د حقوقو او آزادیو مساوات ورکوي—داسې ارزښتونه ګڼي چې باید قدر یې وشي او دفاع ترې وشي. افغانان د ښاروندۍ مفهوم ته قایل دي.  تر دې د فعالو اتباعو بهتره ښکارندوي بل څه کېدی شي چې د تلې ۲۸ نېټه ولسي جرګې ټاکنو کې د تهدیداتو او راکټ بریدونو سره سره خلک د رایه ورکولو لپاره په اوږدو لاینونو کې ولاړ ؤ. دویم، د قوانینو یو کتاب په حیث پر اساسي قانون چې موږ په یو ولسواک دولت کې نښلوي بیا له سره اجماع رامنځته شوې. موږ پر دې اجماع لرو چې ټولشموله، رڼې او پر وخت ټاکنې د خلکو او منتخب حکومت تر منځ د اړیکو ټینګولو لپاره اساسي اړتیا ده. زموږ خلک هر هغه وړاندیز په کلکه ردوي چې د اساسي قانون په خلاف وي.

درېیم، موږ د یو بې سابقې نسلي بدلون شاهدان یوو. موږ په هیله مندۍ او خوشبینۍ ګورو چې د نوي نسل ښځې او سړي د حکومت، ټولنې او سیاست رهبرۍ او مدیریت کې خپل اصلي ځای اشغالوي. دا امتیاز دوی ته ورکړل شوی نه دی، بلکې دوی خپله پاڅېدلي او خپل ځای یې نیولی. زه او ډاکټر عبدالله په دې ویاړو چې په دې کې مو د تسهیل کوونکي نقش لرلی. دا نسل تر پخوانیو نسلونو ډېرې زده‌کړې لري او په ټولنیزو چارو کې فعال دی، دوی له ځان سره نوی لید راوړی او هغه نسل دی چې په جګړه کې زېږېدلي او په جګړه کې لوی شوي او تیار دي چې په خپلې رهبرۍ موږ له دې ناورینه وباسي او خپلې خاورې ته سوله او سوکالي راوړي. په داسې حال کې چې پخواني سیاسي نخبه ګانو د فردمحورۍ او وېرې په بنسټ قدرت انحصارول، دغه نوی نسل داسې سیاسي اقلیم راوستل غواړي چې د پایدار ثبات باعث شي—داسې ثبات چې د ځواکمنو نهادونو، عامه خدمت او دیموکراتیکې حسابدهۍ او شفافیت له لارې تضمین شي.

دا انساني اصلاحات دي چې موږ راوستي. اوس غواړم پام مو تخنیکي اصلاحاتو ته را وګرځوم چې دغو کدرونو په تېرو پنځو کلونو کې راوستي. د دغې عقیدې په اساس چې د قانون حاکمیت هغه مورد چې اتباع او دولت سره په یو پیاوړي ټولنیز قرارداد تړي، د ملي وحدت حکومت سیستماتیکه اصلاح عملي کړه چې یو قوي حقوقي بنسټ د اساسي قانون په اساس رامنځته شي. د ۲۰۱۵ کال څخه را پدېخوا موږ نږدې ۳۹۰ قوانین تصویب او یا تعدیل کړي. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره موږ د جزا داسې قانون لرو چې د ملګرو ملتونو نشه یي توکو او جنایي او د فساد ضد قوانینو سره په تطابق کې دی.

له تېرو سلو کلونو راهیسي لومړی ځل دی چې موږ د ښاروالۍ قانون لرو. د کانونو، پترولیم او ګاز نوي تصویب شوي قوانین موږ ته په قانوني او شفاف لحاظ دا زمینه مساعده کړه تر څو نوموړی سکتور خصوصي پانګه اچونې ته خلاص کړو. سږ کال نړیوال بانک سوداګرۍ او بزنس کولو لپاره افغانستان د اصلاحاتو په لحاظ د نړۍ لومړی درجه هېواد اعلان کړ. زموږ معلوماتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ تر ټول بهترین قانون پېژندل شوی. پر حقوقي اصلاح سربېره، نوی قاضي القضات او لوی څارنوال او د سترې محکمې شپږ قاضیان ټاکل شوي او د محاکمو او څارنوالیو سیستمونه او پروسو کې اصلاحات راغلي. قضايي استقلالیت او د قدرت جلا والی زموږ د حکومت اساسي اصل دی. په لنډه توګه یې ووایم، موږ یو معاصر اقتصاد، ټولنه او دولت ته حقوقي بنسټ جوړ کړی.

زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سقوط او ناکامۍ ټولې وړاندوینې په خپل شهامت رد کړل او په مېړانه د دښمن په وړاندې د وطنپالو په څېر د وطن ښېګڼې په پار وجنګېدل. په داسې حال کې چې زموږ ځواکونه زموږ د آزادۍ او پت ساتلو او نړیوال امنیت لپاره جنګېدل، موږ په امنیتي سکتور کې سرتاسري اصلاحات هم راوستل. له بد ه مرغه زموږ امنیتي سکتور د فساد ځاله ګرځېدلې وه او زموږ ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دې فساد څخه متأثره کېدل. موږ د افسرانو ذاتي قانون تعدیل کړ تر څو د جنرالانو لپاره د تقاعد عمر را ټیټ کړو. یواځې سږ کال ۱۰۵۲ لوړپوړي افسارن تقاعد شول—له ۲۰۱۵ مخکې تقاعد ډېر په ندرت کېده. دغه اصلاح په رهبریت او مدیریت کې نسلي بدلون ته زمینه جوړه کړه. د تقرر بورد جوړ شوی تر څو افسران په شفاف ډول، د شایستګۍ په اساس مقرر شي. په امنیتي سکتور کې د منابعو پر صحیح استفادې ډېر تمرکز شوی، چې د تدارکاتو پروسه یې د یو شورا له مخې چې په نظارت یې شخصا زه او ډاکټر عبدالله کوو.

لکه څرنګه چې موږ د څلورکلن امنیتي پلان لومړي کال پای ته نږدې یو، خوشاله یم تاسې سره دا خبره شریک کړم چې زموږ کومانډو ځواکونه دوه چنده شوي او هوایي ځواک مو درې چنده شوی. په پولیسو کې اصلاحات جریان لري، بایومتریک پروسه تر ډېره کچه بشپړ شوې تر څو د خیالي عسکرو ستونزه حل شي، او د بشري منابعو مدیریت لپاره سیستم جوړ شوی. په داسې حال کې چې موږ خپل ځواکونه پیاوړي کوو، موږ د خپلو شریکانو او متحدینو اعتماد هم بېرته تر لاسه کړ. د ملي وحدت حکومت د BSA او SFA قراردادونو د خپل ماموریت په لومړي ورځ لاسلیک کړل. موږ هڅه کړې تر څو د ولسواکۍ اصولو په اساس خپلې اړیکې د متقابلو ګټو لپاره پراخ او ژور کړو. موږ پر دې تمرکز کړی تر څو اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز اتصال پیاوړی کړو. نن افغان دولت او افغانان نه یواځې دا چې له نړۍ سره له پخوا په مراتبو ډېر وصل دي، بلکې په په ستراتيژيک لحاظ مهمو بین المللي برنامو کې د رهبر په حیث ظاهر شوي.

د ټولو اصلاحاتو اساسي موخه خودکفايي ده—موږ باید د یو فعال دولت مالي بنسټ جوړولو لپاره له خپلو ټولو پانګو–انساني، طبیعي، مالي او اداري—څخه ګټه واخلو. ډاکټر قیومي به وروسته تاسې سره زموږ مالي پالیسي چې د آی ایم اېف ټولو شرایطو سره برابر دی شریک کړي. لاکن یوه خبره په لنډو کې ویل غواړم چې موږ په سیستماتیک ډول هر کال خپل عواید ډېروو، د آی اېم اېف له ټاکل شوي اهدافو څخه له ۲۰۱۵ کال راهیسې هر کال زموږ عواید ډېر وي. له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ زموږ کورني عواید ۷۰٪ ډېر شوي. ډاکټر قیومي، زموږ د مالیې وزیر، موږ سره دا ښه خبر شریک کړ چې دوه ورځې مخکې زموږ کورني عواید د IMF ټاکل شوي هدف ته ورسېد. کله چې موږ قدرت ته راغلو، فساد استثنا نه بلکې ډېره عامه وه، رشوت اخیستل او سو استفاده عادي وه، او اداري پروسې نه ثبتېدې، په عدلي او قضايي سکتور کې  د قانون حاکمیت او اعتماد نشتوالی د دې لامل شو چې پر عدلي او قضايي سکتور د خلکو اعتماد لږ شي.

۲۰۱۷ کال کې د فساد په وړاندې ملي ستراتیژي له پرانېستې وروسته موږ نږدې خپل نیمايي ټاکل شوي اهدافو ته رسیدلي یو، تر څو د فساد په وړاندې مبارزه مو لا ګړندی شي نوي اهداف مو ځان ته ټاکلي. نن موږ د لوړ رتبه دولتي کارمندانو په شمول فاسدین محاکمه کوو، موږ بې مخینه اقدامات تر سره کړي تر څو په ولایاتو کې ښځو ته انصاف ورسیږي، موږ عدلي او قضايي سکتور په بشپړ ډول پاک کړی، او دا مو یقیني کړې چې د فساد په وړاندې زغم نشته. د فساد ستونزه سیستماتیک وه، فلهذا د حل لاره یې هم باید سیستماتیک وی. په تېرو پنځو کلونو کې موږ د فساد په وړاندې د نه زغم فرهنګ مروج کړی او د سیاسي ارادې په وسیله مو داسې میکانیزمونه رامنځته کړي تر څو فساد علني شي. آیا دا داسې معنا ورکوي چې موږ فساد له منځه وړی؟ بالکل نه. موږ غواړو چې مبارزه چټکه شي، خو اساسي بدلونونه په بېړه نه راځي.

موږ همدا سیستماتیک روش پر حکومتولۍ هم عملي کړی، د کلیو د کچې څخه تر ریاست جمهوري پورې د دولت هېڅ اداره له دې څخه استثنا نه ده. جمهوري ریاست په کچه موږ څو عالي شوراګانې جوړې کړي، چې دې شوراګانو کې مدني ټولنې او خصوصي سکتور هم غړیتوب لري تر څو د حکومت په پالیسي جوړونه کې خپل نظر ورکړي. جمهوري ریاست نور د یو فرد په اند او فکر متمرکز نه دی، بلکې د جمهور رئیس کړنې چې د اساسي قانون په له لارې تعین شوي د مختلفو ذیدخلو اقشارو مبحثونو او مناظرو په رڼا کې حسابدهۍ ته وړاندې کیږي. د ملکي خدماتوپه  سیستم کې له بنسټي اصلاح سره د استخدام معیار له واسطه بازۍ څخه د شایستګۍ او آزادو سیالیو په اساس تقرر ته واوښت. زموږ د ملکي خدماتو کمیسیون شاوخوا ۵۰۰ زره غوښتنلیکونه ارزیابي کړل، ۲۲ زره ملکي مامورین یې وګمارل چې له دې منځه ۱۷ زره یې نوي ښوونکي وو. موږ زمینه جوړه کړه تر څو په ملکي خدمتونو کې د ښځو برخه له ۵٪ څخه ۱۶٪ ته لوړ شو.

همدارنګه په محلي کچه موږ د رهبریت بیا ژوندي کولو باندې تمرکز کړی. د بېلګې په ډول ښار مېشته اتباع اوس کولی شي غوښتنلیک ورکړي تر څو د خپل ښار ښاروال شي، او کاندیدان د قابلیت او شایستګۍ په اساس ټاکل کیږي، نه د ولسمشر د خاص فرمایش په اساس. په دې ګومارنو کې ما یو نسلي بدلون مشاهده کړی. د هېواد په ټولو برخو کې د حکومت شکل په بشپړ ډول بدل شوی. زه پدې عقیده یم چې دا نسل، په ځانګړې توګه ښځې، به ځان زموږ د معاصر تاریخ تر ټولو تاثیر لرونکي او ښه نسل په حیث ثابت کړي.

افغانستان تل خپل اکثریت، ښځې او ځوانان، په عامه او سیاسي چوکاټونو کې د لږکیو په شکل ساتلي. مګر اوس دا د منلو وړ نه ده. ځکه اوس موږ سیاسي اراده لرو، ښځې او ځوانان صحنې ته را مخکې شوي او د رهبریت داسې موقفونه یې نیولي چې هېڅکله مخکې دا موقفونه نه ؤ. موږ اوس په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځینه ښاروالان، د ولایت معاونین او ولسوالان لرو. په وردګ ولایت کې د ولایتي شورای ټول رهبري غړي ښځې دي. موږ د افغانو ښځو په رهبرۍ ویاړو چې په ټولنه او سیاست کې یې خپل حقیقي ځای تر لاسه کړی. د ښځو برخلیک زموږ د هېواد روان او راتلونکي مسیر باندې ستر اغېز لري. زه خوښ یم چې د لومړي مېرمن تمرکز ښځو ته پر غوږ نیولو، تسهیل کولو او د حقوقو په دفاع په پایله کې د ښځو د قوي ښځو شبکې رامنځته شوي. مخکې زموږ د ټولنې نیمايي ظرفیت سرکوب شوي ؤ، اوس هماغه ظرفیت بېرته په کار اچول شوی. د ښځو حقوق انساني حقوق دي، او زموږ د اساسي قانون په اساس باید وساتل شي. علاوه پر دې، موږ غواړو چې پرمختګ وکړو او په دې کې د ښځو نقش اړین دی.

غواړم په وضاحت یې ووایم، د ښځو شمول زموږ ملي امنیت او اقتصادې پرمختګ ته ستراتيژيک اهمیت لري. که چېرې داسې پوښتنه موجوده وي چې د ښځو حقوق به قرباني کیږي، زه په قاطعیت سره وایم چې هېڅکله به داسې و نشي. د افغانستان خلک، ښځې او سړي، هم دا غږ بدرګه کوي. زموږ ښځینه رهبران چې نن دلته شته دي او هغه چې افغانستان کې دي د دې غږ ملاتړ کوي. موږ، د افغانستان ښځې او سړي، د ټولو افغانانو حقوقو دفاع کوو. مونږ د افغانستان د تاریخ د دې فصل په نیمایې برخه کې یو. د بدلون د لسیزې په نیمایې کې. مونږ د اصلاحاتو د عملي کېدو لپاره ډیرې ژمنې پر ځای کړي دي.

زمونږ ځينو نوښتونو لا تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او لا هم ورباندي کار روان دی، ځينې نوي تمرکز او سرعت ته اړتیا لري. مونږ په بیلابیلو برخو کې له زیاتو ګواښونو سره مخامخ یو، لکه هغه متل چې وايي، هم کور جوړم، هم اور مړ کوم. هغه بې پولي جګړه چې پر افغانانو، افغان ټولنې او دولت باندې تپل شوې ده، ډير زیانونه یې اړولي دي او سوله یې زموږ لپاره تر ټولو مهمه ملي اړتیاو ګرځولې ده. موږ د غیر قابل وصف وحشتونو پر وړاندې سټراټیژیک صبر ښودلی او د دوستۍ لاس مو غځولی دی او ټولو ګاونډیو ته مو د همکارۍ لپاره واضح وړاندیزونه کړي دي. د افغانانو دغه نسل د نړیوال تروریزم په وړاندې په لسګونه زره قربانیانې ورکړي، خو له بده مرغه د یو افغان قرباني په نړیوال ډګر کې حتا د یو سرلیک وړ هم نه بلل کیږي. موږ د سولې مستحق یو. افغانان نه یواځې له تاوتریخوالي، بلکې د بې وزلۍ له امله هم ځورول شوي دي. زموږ شاوخوا ۴۰ سلنه خلک د بې وزلۍ له کرښې لاندي ژوند کوي. ښځې، ځوانان او د بې وزلۍ له منځه وړل زموږ د پراختیايي سټراټیژۍ په زړه کې ځای لري. د دې لپاره چې له بېوزلۍ سره معنی لرونکې او اساسي مبارزه وشي، دا طبقه باید په نظر کې ونیول.

د یوې نجلۍ زده کړه د پنځو نسلونو پر ښې روزنې اغېز کوي. له بل لورې یوه ښځینه سرپرسته لرونکې کورنۍ چې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي، د ښځو د نسلونو او د هغوی د اولادونو ژوند په لا زیاتې بې وزلۍ او ناوړه ګټه اخیستنې محکوموي. د خوارځواکۍ له امله ناسمه وده لا هم یوه عمومي ستونزه ده. د میندو او ماشومانو مړینه سره له دې چې د پام وړ کموالی یې موندلی، لا هم په شدیده توګه لوړه ده او څه باندې یو میلیون ماشومان ښوونځي ته نه ځي. مونږ د دغو زیاتو ګواښونو له امله د ملګرو ملتونو زریزې د پرمختګ او یا هم پایښت لرونکې پرمختګ  اهدافو ته ځانونه نه دي رسولي.

هغه څه چې اوس باید مونږ ته روښانه وي دا دي چې، د پرمختګ لپاره پروژه یې تګ لاره کاملا ناکافي ده او په هغه کچه وده نه رامنځ ته کوي چې د بېوزلۍ کمېدو ته لاره اواره کړي. مونږ باید د ودې جامع کچې او د هغه د ترلاسه کولو لپاره یوځای کار کولو په اړه موافقه وکړو او ټولشموله یې کړو. د ودې په وړاندې تر ټولو د پام وړ خنډ کرنیز سکتور دی، هغه سکتور چې زموږ ۴۰٪ وګړيو د ژوند پر مخ وړلو وسیله ده. د زغفران، انار او پستې په څېر ګران بیه فصلونو د اپین په وړاندې ښه بدیل کېدی شي. ستاسې په هېوادونو کې د واردونکو اتحادیې، ساینسپوهان، ماهرین او پوهنتونونه موږ سره مرسته کولی شي تر څو د ارزښت او پلور یو ځنځیر رامنځته کړي چې له دې لارې متقابلې ګټې تر لاسه کړو.

موږ په تېرو څلورو کلونو کې توانیدلي یو چې د تېرو سلو کلونو په پرتله ډېرو ولایتونو ته برېښنا ورسوو او د برېښنا ملي ګریډ به په راتلونکي دوو کلونو کې بشپړ شي، د ډاکټر قیومي له رهبرۍ او مدیریت څخه مننه کوو. د زموږ قابل تجدید برېښنا ظرفیت ته باید عاجل پام وشي، ځکه پرته له برېښنا موږ د ودې ماشین په خوځښت نه شو راوستی.

جرمي اقتصاد امنیت، ثبات او ټولشموله وده له ګواښ سره مخ کوي. په راتلونکي کې همغږي برنامو ته اړتیا شته تر څو بازار جوړونه او ملت جوړونه خپل انجام ته ورسیږي. سره له دې چې له فساد سره د مبارزې د ملي سټراټيژۍ له نیمايي ډېر ټاکل شوي موخې تر لاسه شوي، د ستراتیژۍ په وړاندې مقاومت خورا ډېر دی. کله چې موږ په دې ستونزمنه لاره کې یو ګام مخ پر وړاندي اخلو، د پیاوړو فاسدو شبکو له لورې دوه ګامه شاته غورځول کیږو. زموږ تر شا افغانان ولاړ دي چې له مصونیت او مجازاتو د تېښتې بندیدل غواړي. زه غواړم د مجازاتو څخه د معافیت په هکله یوه خبره دلته روښانه کړم.

یو شمېر غیر مسؤل او غیر قانوني مسلح ډلې شته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعاله دي. دوی د فاسدو شبکو په وسیله له قاچاقي لارې وسلې تر لاسه کړي، او د دوی ځینې قومندانان اوس هم د حکومتي القابو څخه ناوړه استفاده کوي مګر د یو جنايي ملېشې په څېر فعالیت کوي او د یو څه فزیکي مصؤنیت په اساس له محلي خلکو د جبر او زور په واسطه په غیر قانوني توګه پیسې اخلي. دوی زموږ په خلکو یو عذاب دي او د مخدره توکو د قاچاق او ځمکو د غصب اساسي عاملین دي. موږ د حکومت په حیث له ځانه یوه سټراټیژیکه پوښتنه کړې: ایا قانون د یو شخص د موقف یا قدرت پرته باید تطبیق شي، او که استثنا په نظر کې و نیول شي، چې لنډ مهاله ثبات ټینګ شي؟ ما له خپلو افغانانو څخه دا پوښتنه کړې ده. د دوی ځواب دا دی چې د قانون حاکمیت یوازې هغه مهال معنی ورکوي چې هیڅ استثنا نه وي. په بل عبارت، هیڅوک باید د قانون څخه پورته نه وي.

مجرم مجرم دی، پرته له دې چې قومیت، ولایت، مذهب، قدرت او شتمني یې په نظر کې و نیول شي. پایداره ثبات یواځې د تشدد نشتوالی نه، بلکې په عادلانه توګه د قانون حاکمیت او د وګړو د حقوقو او آزادیو ساتنه ده. د اساسي قانون نظام چې موږ یې د جوړولو لپاره کار کوو، هغه وخت به ثابت شي چې کله خلک د قانون په ړانده تطبیق باندې باور پیدا کړي.دغه مسئله د پایدارې سولې لپاره حیاتي ده.

کله چې خلک د سولې تر موافقې وروسته خپلې وسلې په ځمکه کیږدي، دوی باید د قانون پر رول او د دولت پر هغو ژمنو اعتماد وکړی شي، کوم چې د موافقت نامې په عملي کیدو سره د دوی حقونه ساتي او مصئونیت یي ډاډمنوي. ورته مهمه مسله زموږ لپاره پر تخنیکي سیسټمونو او پروسو باندې  تمرکز دی. افغانان اوس د دې ظرفیت او توانايي لري چې د پروسو په هکله فکر وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ شریکان د زیربنا په پراختیا کې موږ سره د پایلې په اساس یوه هوکړه وکړي. دې سره به موږ وتوانیږو چې د حکومتي او خصوصي سکتور په کچه د انجنيرۍ او نظارت تګلارې جوړې کړو.

په داسې حال کې چې د پولیس لوړ پوړي رهبري د اصلاح په حال کې ده او پولیس د تروریزم پر وړاندې د اتلانو په څېر جنګیږي، ځینې وخت خلک د پولیسو له خوا زورول کیږي او بډې ترې غوښتل کیږي. د پولیسو د اصلاح لپاره یوې اصلاحي برنامې ته اړتیا شته. په داسې حال کې چې زموږ د عوایدو راټولول د ټولو تطبیقي حسابونو لخوا اغېزمن دي، موږ لا هم په حساب کې کم راغلي یو. موږ باید د ګمرکي کنټرول او عوایدو راټولولو جامع رژیم تطبیق کړو. دلته یو ځل بیا د معافیت او بې نظمۍ کلتور چې موږ ته په میراث رسېدلی یو لوی خنډ دی. موږ په دې برخه کې ریفورم ته پلان لرو خو د پلي کولو لپاره ستاسو ملاتړ ته اړ یو، په خاصه توګه د ګاونډیو او سوداګریزو شریکانو څخه د وارداتو او صادراتو په اړه د معلوماتو د شریکولو له لارې.

مونږ په سوداګریزو چارو کې هم پرمختګ کړی دی، لکه د یوې مشخصې مرجع لخوا د ژر او باوري خدماتو له لارې د تجارت د ثبت او جواز برابرول. که څه هم موږ په دې برخه کې لا هم اوږده لاره لرو.با کیفیته زده‌کړې او پراختیایي مهارتونو لپاره د ملت تقاضا خورا ډیره ده، زموږ ۶۰٪ وګړي تر ۲۵ کلونو ښکته عمر لري، نو دا زموږ د اقتصادي پرمختګ او ملي امنیت لپاره هم یو سټراټیژیکه او مهمه مسئله ده. د روان کال په جریان کې موږ د ښوونې او روزنې سکټور لپاره د اصلاحاتو یوه جامعه طرحه جوړه کړه چې له مخې به یې په دوو کلونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو جوړولو ته منابع ځانګړي شي او په راتلونکو پنځو کلونو کې ۳۰،۰۰۰ ښځینه ښوونکي استخداموو. زموږ د ملي پرمختیایي پروګرام، د ښاروندۍ میثاق له لارې خلک په دې پروسه کې موږ سره شامل دي او د ښوونځیو په رغولو کې ونډه لري، چې دې کار سره د ښوونځي د جوړولو لګښت له ۲۵۰،۰۰۰ ډالرو څخه ۳۰،۰۰۰ ډالرو ته را ټیټ شوی.

موږ همدا راز مسلکي او تخنیکي زده‌کړو باندې تمرکز کوو، چې دغه ډول زده‌کړې په سکندنیوایي هېوادونو او سویتزرلنډ کې د انکشاف اساسي عمل دی. موږ باید خپلو خلکو کې داسې مهارتونه ترویج کړو چې د دندې پیدا کولو کې مرسته ور سره وکړي او د بازار تقاضا رفع کړي. که پر دې تمرکز ونکړو، موږ به داسې ځوانان ولرو چې د پوهنتون ديپلوم به ورسره وي خو داسې مهارت به نه لري چې د هغه په اساس استخدام شي، چې دا خپله جنایت، رادیکاليزم او مهاجرت ته لاره هواروي. په بودجوي سیسټم کې د شفافیت او عامه مشورو په برخو کې له پرمختګونو سره سره، ملي بودجه لا تر اوسه د پالیسۍ سمه وسیله نه ده. موږ له خپلو ټولو مرستندویانو څخه غواړو چې په داسې قراردادونو کار وکړو چې پر نتايجو ولاړ او پر مخ لاړ شي، نه پروژه يي، او اصلاحات او حسابدهي پکې شرط وي. دا يواځنۍ لاره ده چې خپل منابع د خلکو د غوښتنو پر اساس ولګوو.

زه هیله لرم چې ما زموږ د لاسته راوړنو او ننګونو یو متوازن تصویر وړاندې کړی اوسي. مخکې تر دې چې وړاندې لاړ شم، غواړم هغه بشري اصلاحات چې موږ راوستي یو ځل بیا تکرار کړم. په تیرو شپږو میاشتو کې ما له ۱۷ زیات ولایتونه و لیدل. هغه څه چې ماته ډیر د پام وړ و، هغه په ټول افغانستان کې د یوه نوي نسل را منځته کیدل دي. زه به هغوی ته بیا ور ګرځم ځکه دوی زما د هېواد په راتلونکي کې سټراټیجیک اهمیت لري او دوی باید په خونه کې ناستو زموږ شریکانو له خوا نادیده و نه نیول شي.

افغان ښځې په خپل استازیتوب او د افغان ملت په استازیتوب غږیږي. زه خوشحاله یم چې په ولایتونو کې په ځانګړې توګه جګړه ځپلو ولایتونو کې زه د متنفذینو، علماوو او ښځینه مشرانو له خوا د نجونو د زده کړې غوښتنه اورم. ځینو دا کار په خپل لاس کې اخیستی او د هغو کورنیو د مالي جریمو لپاره یې الزامات صادر کړي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته نه لېږي. افغانان د زده کړې د ارزښت په برخه کې سره یو دي. مونږ، دولت باید اوس کیفیت رامنځ ته کړو.

زموږ د اصالاحاتو اجنډا د اسلامي نظریو په برخه کې د عدالت له جریان سره سمون لري. دا د اقتصادي، امنیتي او سیاسي مشروعیت اساسات رامنځ ته کوي. داسې هیڅ کوم ریفورم نشته چې زموږ خلکو دې ورنه هرکلی نه وي کړی. د ډېرو اصلي انتقاد، چې ماته یې ویلي، دا دی، چې دولت په چټکتیا سره اصلاحات نه راولي.  راځئ دا هېر نه کړو چې افغانان په بیلابیلو برخو کې، له مذهبي زده کړو نیولې بیا تر سپورټ پورې، مخکښ دي. یو افغان عالم په وروستیو کې په مسکو کې د قران کریم په قرائت کې لومړنی مقام وګاټه.  زموږ د کرکټ قهرمان ملي ټیم ټول ممکنه خنډونه له منځه یووړل، چې د نړۍ له غوره لسو ټيمونو څخه یو شي.  زموږ د کرکټ د د پرمختګ داستان نه یواځې موږ ته په تورو ورځو کې ویاړ او تشویق را بښلی بلکې همدا راز یو داسې داستان دی چې نړۍ ته ښیي چې افغانان څنګه خلک دي.

زه غواړم نن د افغانستان له خلکو مننه وکړم. مننه چې زموږ ستره ملي شتمني یاست. مننه چې د ټولو بدمرغیو په وړاندې مو کلکه اراده ښودلې. له تاسې مننه کوم چې په سوله او امنیت کې د ژوند کولو لپاره  ستاسو وسپنیزه اراده او جدي پرېکړه لرئ. تاسې موږ په دې باوري کوئ چې مونږ کولای شو پر پخوا برلاسي شو او راتلونکی خپل کړو. موږ به څنګه دې ارمان ته رسیږو؟ زموږ ملي ارمان تر څو پر مخ لاړ شو سوله ده.

خوشاله یم چې تاسې سره زموږ د سولې د مذاکراتو طرحه شریکه کړم چې تېرو اتو میاشتو کې خلکو سره د مشورو او ناستو په اساس جوړ شوی. موږ سولې لپاره ضروري کمېټې او میکانیزمونه جوړ کړي، چې د سولې یوې هوکړې ته ورسیږو. موږ د سولې پروسې بل فصل ته د  حرکت په حال کې یوو. لاندې ټکو ته په پام موږ وړاندیز کوو چې طالبان دې د یو ټولشمولې او ولسواکې ټولنې برخه وګرځي:

  1. د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو (په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛
  2. د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون  له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛
  3. له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛
  4. هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.

په تېرو اتو میاشتو کې ما ښځو او سړو او د هېواد ټولو اقشارو سره په کابل او د ولایتي سفرونو په ترڅ کې وکتل. سوله داسې راځي چې ټول خلک پکې شامل وي، نه يواځې نخبه‌ګان. درې مشترک ټکي ما له خلکو واورېدل:

  1. د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون په اهمیت او اعتبار اجماع
  2. نړیوالې ټولنې سره زموږ اساسي شراکت
  3. د سولې پروسې مالکیت او رهبریت باید افغان حکومت سره وي

موږ د سولې مذاکراتو ته له همدې ټکو سره ځو.

د دې مشورو په پایله کې، موږ د مذاکراتو یو ۱۲ کسیزه ټیم د جمهوري ریاست د دفتر رئیس سلام رحیمي په مشرۍ، چې په هغه کې ښځې هم شاملې دي جوړ کړی. موږ همدارنګه یو متنوع مشورتي بورډ جوړ کړی، چې د سولې په مذاکراتو کې موږ ته مشورې راکړي.

د سولې عالي شورا به په خپل تشکیل بیا کتنه کوي، چې د سولې له هوکړې وروسته سیناریو ګانو باندې تمرکز وکړي.

په پسرلي کې ولسمشریزې ټاکنې د سولې مذکراتو ته اړینې دي. افغانان یو منتخب حکومت ته اړتیا لري، چې د سولې هوکړه تصویب او عملي کړي او د ټولنیزې پخلاینې رهبري وکړي. دا پروسه لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتیا لري، چې شپږ میلیونه مهاجرین بېرته افغانستان کې مېشت شي او بې ځایه شوي بېرته په ځای شي. د اعتماد جوړونې لپاره اقدامات به په لومړي کال کې کیږي. د سولې مذاکراتو لپاره زموږ وړاندیز پرته له کوم قید او شرط څخه دی، خو سولې لپاره شرایط لرو.

څرنګه چې موږ پر مخ ځو، ثبات، امنیت، سوله او سوکالۍ لپاره اتصال مرکزي نقش لري.

غواړم یوه بېلګه دلته ووایم. د آسیا په زړه کې زموږ موقعیت اقتصادي همکارۍ ته یو خاص بستر برابروي، چې د جنوبي آسیا د انرژۍ اړتیا پوره شي، باید مرکزي آسیا سره ونښلول شي ځکه چې مرکزي آسیا د انرژۍ له لحاظه بډایه ده او د دې اتصال تر ټولو لنډه لاره له افغانستان څخه تېریږي. موږ دغه جغرافیایي موقعیت د ټولې سیمې په ګټه استعمال کړی— د برېښنا د سیمه ییز انتقال مزي، د ګاز پایپلاینونه او ترانسپورت، د اورګاډو دهلیزونه او لویو لارو پروژې د طرحې له مرحلې څخه وتي او د عملي کېدو په حال کې دي. همدا اوس د اتصال په پروژو ۱۱ میلیارده امریکايي ډالر پانګونه کیږي.

موږ د دغې اتصال ګټې مخکې له مخکې تجربه کړې—زموږ صادرات ۳۰٪ ډېر شوي. هوايي دهلیز افغاني تولیدات چین، سعودي عربستان، ترکیې، مرکزي آسیا او اروپا ته انتقالوي. دا چې دوامداره اتصال یقیني کړو، لاندې اقدامات باید تر سره کړو:

لومړی، موږ باید ترانزیت، سوداګرۍ او پانګې اچونې لپاره په یو حقوقي بنسټ توافق وکړو. موږ په دې عقیده یو چې د ګاونډیو تر منځ سیاسي اختلافات د داسې یو سیستم مانع نشي چې په میلیونونه خلک له فقر څخه ویستلی شي. موږ باید په زیربنا پانګه اچونه وکړو. د زیربنا چټکه پراختیا مرکزي آسیا د لویې وچې اقتصاد په حیث را څرګند کړی، او موږ باید دغه حرکت روان وساتو. موږ اړ یو چې د مرستو پر بنسټ ولاړ اقتصاد د سوداګرۍ پر بنسټ ولاړ اقتصاد ته په چټکه توګه واړوو.

په لنډه توګه یې ووایم، چې موږ افغانان اړیکو ته اړتیا لرو: د خلکو تر منځ اړیکه چې د متقابلې ګټې او همکارۍ پر بنسټ رامنځته شوی وي. دغه ډول اړیکې د راډیکاليزم او جنایت مخه نیسي او ودې ته لاره هواروي. درېیم، موږ باید په تخنیکي مواردو پانګه اچونه وکړو. موږ ژمن یو چې په خپلو ګمرکاتو کې پراخه پانګه اچونه وکړو، خو لومړی باید له خپلو ګاونډیو او شریکانو سره پرې توافق ته ورسیږو. سوله زموږ ملي ارمان دی، خو په داسې حال کې چې موږ د سولې په تکل کې یوو، موږ باید خپله د اصلاحاتو اجنډا پلې کولو ته دوام ورکړو، او په عین حال کې د میلیونونو اړمنو خلکو عاجلو اړتیاوو ته رسیدګي وکړو.

سږ کال پر جګړې او فقر سربېره، موږ له ډېرې بدې وچکالۍ سره هم لاس او ګرېوان یوو چې زموږ خلک یې له فاجعې سره مخ کړي. درې میلیونه افغانان او درې ولایتونه په اضطراري حالت کې دي او اته میلیونه خلک او ۲۶ ولایتونه د بحران په حالت کې دي.موږ دغې ستونزې ته په عاجله، لنډمهاله او اوږدمهال توګه رسیدګي کوو.

موږ بشردوستانه مرستو ته په عاجله توګه اړتیا لرو، چې د وچکالۍ څخه اغېزمن شويو خلکو سره مرسته وکړو، چې د حاصلاتو په راتلونکي فصل کې له دغې فاجعې سره مجادله وکړي. په منځمهاله توګه، موږ له تاسو غوښتنه کوو چې موږ سره د یو چارچوب په جوړولو کې مرسته وکړئ، څو له چاپیریالي بدلون سره مجادله وکړو. مالومات ښيي چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې ۱،۸ سانتي ګرېډه تود شوی او جنوب لویدیځ افغانستان ۲،۵ سانتي ګرېده تود شوی. د اقلیمي بدلون له وجې وچکالي د ۳۰ کلونو پر ځای هر ۲ نه تر ۵ کلونو کې واقع کیږي. موږ داسې اسباب نه لرو چې دغې ستونزې سره مجادله وکړو.

د طبیعي زیرمو ساتل یوه اساسي موضوع ده چې د وچکالۍ ستونزه په اوږد مهاله توګه حل کړو. دا د تېرو حکومتونو ناکامي وه چې د اوبو په مدیریت تمرکز وکړي، دا د دې لامل شو چې موږ په وچکالۍ او سیلابونو وځپل شو. تر څو د اوبو ستونزه حل شي، موږ د بندونو بشپړول خپلو لومړيتوبونو کې راوستي او د نويو بندونو جوړولو او اوبو پایپ لاینونو باندې مو کار روان کړی. مګر دې کارونو ته د میاشتو نه، بلکې د کلونو اړتیا ده. موږ له خپلو نړیوالو شریکانو څخه غواړو چې موږ سره د اوبو د مدیریت اغېزناک میتودونه شریک کړي.

چاپیریالي بدلونونه سیاسي پولې نه پیژني. د همکارۍ لپاره یو چارچوب جوړول، د شریکو سیسټمونو جوړول تر څو وړاندوینه وشي او په ګډو برنامو کار کول چې نړیوال چاپیریالي منابع تر لاسه کړو، د ټولو په ګټه ده او په خپل وخت به د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

د ټولو شیانو په نظر کې نیولو سره د افغانستان راتلونکی څنګه دی؟

تردید موږ افغانان له لسیزو راهیسې ځورولي یوو. مګر په تېرو پنځو کلونو کې، موږ شاته مخ اړولی او خپلو ستونزو سره مو مقابله کړې. دغه ډول تفکر موږ د دې جوګه کړي یو چې د یو څو بعدي جګړې په جریان کې د اصلاحاتو لپاره لاره هواره کړو.

د ملي وحدت حکومت په تېرو څلورو کلونو کې نويو افغانانو ظهور کړی تر څو د نوي افغانستان رهبري په لاس کې واخلي. دوی په جګړه کې پیدا شوي، او په مشقت او د فرصتونو په هغه څرک کې لوی شوي چې د نړیوالو له خوا له ۲۰۰۱ وروسته برابر شوي. دوی په نړۍ او د افغاني حقیقت پر تریخ پراډاکس پوهیږي. دوی د دې مهارت، ظرفیت، ژمنه او لید لري چې د تحول لسیزې دویمه نیمايي تر ۲۰۲۴ او تر هغه هاخوا رهبري کړي.

ځوان نسل ته وایم—زه تاسې دې ته هڅوم تر څو دا جرأت او قرباني ولرئ چې خپل دښمن په غېږ کې ونیسئ، یو شئ او خپل هېواد سوکالۍ ته ورسوئ.

په داسې حال کې چې زه په خپلو ځوانو افغان رهبرانو یقین لرم، راتلونکی تر ډېره په دې متکي دی چې آیا زموږ نړیوال او سیمه ییز شریکان دغو نويو افغانانو سره متقابلې ګټې او مشترک عوامل پیدا کوي که نه.

ایډیال سیناریو به دا وي چې د بدلون دغه نسل سره شراکت وشي، د تحول لسیزه بشپړه شي، سوله وشي او خوکفایي په یو حقیقت بدله شي. یو با ثباته او ولسواک افغانستان به یې پایله وي، په طبیعي منابعو پانګه اچونې ته شرایط برابر وي. موږ به وتوانیږو چې خپلو مهاجرینو ته هرکلی ووایو، په ټوله نړۍ کې مېشت افغانان منسجم کړو. ښځې به په ټولنه، اقتصاد او سیاست کې خپل رشد ته دوام ورکوي. غربت به په پراخه پیمانه کم شوی وي. زموږ ادیان، قومونه او ژبې به نور د تفرقې د ابزار په توګه نه استعمالیږي او موږ به په اخلاص یو بل په غېږ کې نیسو چې یو ټول شموله ملت جوړونه وکړو. نړۍ به د افغانستان اصلي تصویر وګوري؛ د ملي میراث له اړخه یو غني ځای، ښایسته او زړه راښکونکې منظرې، داسې یو مېلمه پاله اسلامي فرهنګ چې زغم ته ارزښت ورکوي، او داسې خلک چې مېلمه پالنې او ملګرتیا کې تعهد لري.

په لنډه توګه یې ووایم، موږ به د خپلو ښایستو قالینونو څخه نیولې تر کرکټ ټیم پورې خپلې کیسې بیا وکړو، دا ځل د ژوند په ټولو برخو کې.

مګر که موږ په سوله کې بریالي نشو او د اصلاحاتو اجنډا شاته وغورځوو او د تحول لسیزه بشپړ نه کړو، موږ به د یو تل پاتي کړکېچ سره مخ شو. د سولې هوکړې په جامه کې پټ د نخبه ګانو تر منځ یوه سیاسي معامله به د حکومتولۍ له لارې زموږ لاسته راوړنې په سیند لاهو کړي، ډیموکراټیکه پروسه به وغولوي او د ځوان نسل او ښځو لاسته راوړنې به له منځه یوسي. غربت او نامساوات به لا ډېر شي. سوله به لنډمهاله وي، او خدای ناخواسته په تعقیب به یې د جګړې او نفاق یو بل دور پیل شي.

درېیمه سیناریو به دا وي چې نه به سوله وشي او نه به د اصلاحاتو اجنډا بشپړه شي، او نړیوال او سیمه ییز شریکان به افغانستان یواځې پریږدي. ناګواره بدبختي به یې پایله وي، د دې اړتیا به نه وي چې زه تاسې ته تشریح کړم چې څه به کیږي. موږ افغانان له دغسې یوې دورې تېر شوي يوو، موږ یې تصور کولو ته اړتیا نه لرو. دا به یوه غمیزه وي او د منلو وړ پایله به نه وي، په ځانګړې توګه د دومره قربانیو، پانګه اچونو او هغه لاسته راوړنې موږ په تېرو ۱۸ کلونو کې په سختو شرایطو کې تر لاسه کړي.

زه غواړم پر دې تاکید وکړم چې دا یواځې وړاندوینې نه، بلکې هغه څه دي چې پخوا شوي او بیا د کېدلو امکان لري. زه دا دلته ځکه یادوم چې موږ ټول مخکې له دې چې وخت تېر وي خبر و اوسو.

خپلو وطنوالو او ستاسې هېوادوالو د بهبود لپاره صداقت او ژمنتیا دا ایجابوي چې موږ فرصتونه او خطرونه وسنجوو.

د دې کنفرانس عنوان زموږ ژمنې واضح کوي: د راتلونکي تأمینول، سوله، خود کفایي او اتصال. موږ د افغانستان خلک او دولت دې ته ژمن یوو چې د تحول لومړۍ سناریو ته ځان ورسوو.

ډیسپلین او ستراتيژيک صبر اړین دي، مګر د بریا لپاره دې ته اړتیا ده چې یوه سالمه ستراتیژي تشکیل شي، او د سیاسي مواقعو په لومو کې بند نه شو.

د یوې ښې ستراتیجۍ هسته له دریو برخو جوړه وي: جدي تشخیص، یوه لارښوده پالیسي، او منسجم عمل. خرابه سټراټیجي په دروغجن چوکاټ، ناسم بنیاد او منطق ولاړ وي.

تاسې موږ سره په سختو شرایطو کې ودرېدئ، موږ درڅخه غواړو چې په هغه سفر کې راسره تر پایه مله پاتې شئ چې د سپټمبر پېښې له تراژیدۍ وروسته موږ او تاسې پیل کړی. موږ ته اوس طلایي چانس په لاس راغلی چې دغه اړیکه ستاسې او خپلو میلیونونو وګړو تر منځ پایداره وساتو.

ولسواک افغانان به د اپریل د میاشتې په ټاکنو کې خپله پرېکړه وکړي چې کوم لوری ټاکي. د ملي وحدت حکومت د مشرانو په حیث زموږ دنده دا ده چې خلکو ته د رڼو، عادلو او ټولشموله ټاکنو زمینه مساعده کړو.

موږ په دې هیله یو چې خلک به راتلونکي حکومت ته د تحول سیناریو یو واضح منډیټ په لاس ورکوي. په عین حال کې، موږ به خپل اصلاحات لا ګړندي کړو چې خپلو اتباعو سره پر ټولنیز قرارداد مو عمل کړی وي او نړیوالې ټولنې سره خپلې هوکړې تر سره کړي وي. خدای دې زموږ په هغو هڅو کې برکت واچوي چې موږ یې د خپلې ښې راتلونکې لپاره کوو.

مننه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

رویټرز: خلیل‌زاد طالب پلاوي سره پر اوربند او د نړیوالو ځواکونو په راتلونکي غږېدلی

نن د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د متحد عربي اماراتو ابوظبۍ ښار د طالبانو او ...