د تخته پُل ولسوالۍ د ولسونو څخه وغوښتل سول، چي د سولي راوستلو په برخه کي مرسته وکړي

په همدی موخه د پنج شنبې په ورځ د سولي شورا ولایتي ریاست مسولینو په تخته پل ولسوالۍ کي د قومي مخورو یوه غونډه رابللی وه او د هغوی څخه يې د سولي راوستلو او وسلوال و سولئیز ژوند ته د رابللو په برخه کي د هر اړخیزي همکارۍ غوښتنه وکړل.

د پنج شنبي په ورځ په تخته پل ولسوالی د وسلوالو مخالفینو سولیز ژوند ته د راګرځیدو تر عنوان لاندي غونډه جوړه سوې وه، چي پر مهال یې د یادي ولسوالۍ ملکي او نظامی مسولینو، قومی مخورو، متنفذینو، سپین ږیرو او زیات شمیر نورو برخوالو تر څنګ د سولی ولایتی شورا مسولینو هم برخه اخیستی وه.

غونډی ته د پیل په خبرو کی د تخته پل ولسوال شاولی خان اڅکزی وویل، چي روانو جنګ جګړو تر هر څه ډیر عام ولسونه زیانمن کړی دی او په تخته پل ولسوالی کي عامو ولسونو مرسته کړی چی دلته امنیت تامین کړی او خلکو ته په سولیزه فضا کی د ژوند کولو زمینه برابره کړی.

ښاغلی اڅګزي وویل، د تخته پل ولسوالی ولسونه د سولی راوستلو په برخه کي مکمل همکار دي او هڅه یی هم داده چی د وسلوالو مخالفینو او حکومت تر منځ د خبرو اترو زمینه مساعده کړی.

اڅکزی په غونډه کی د سولی شورا ولایتی دفتر مسول شیر احمد حقیار وویل، چی ددا ډول غونډو څخه مو هدف هغه نقطې څیړل دی چی د وسلوالو مخالفینو او حکومت تر منځ د خپل منځی خبرو اترو مخه نیسی او غواړو د ولس څخه د یادو نقطو په اړه مالومات ترلاسه کړو او زمینه مساعده کړو چی ولس د منځګړی په توګه د وسلوالو او حکومت تر منځ د سولی د خبرو اترو لپاره زمینه مساعده کړی.

حقیار وویل، سوله د حکومت او وسلوالو مخالفینو تر منځ د خبرو اترو له لاری راتلای سی او په یاده برخه کی یی د تخته پل ولسوالی د ولسونو همکاری وغوښتل.

حقیار په غونډه کی د سولی شورا غړی مطیع الله وفا، د تخته پل ولسوالی قومی مشر صالح محمد پهلوان او نورو ویناوالو چي د دینی علماو، ځوانانو او معلولینو په استازیتوب یی خبری کولې وویل، چی لومړی دی د مساجدو ملا امامان راووځی او د سولی راتلو ناره بدرګه کړی او د دوی ترشا دی قومی مشران ودریږی او پر وسلوالو مخالفینو دی په یوه اواز ږغ وکړی چی د خپل حکومت سره د خبرو له لاری یو تفاهم ته ځان ورسوی.

دوی وویل، سوله د هر افغان ارمان دی او پدی برخه کی د تخته پل ولسوالی ټول ولسونه بشپړ همکار دی او د بین لافغانی مذاکراتو له لاری سولیز ژوند ته د رسیدولو ټولی لاری تجربه کوی او د سولی راوستلو لپاره به بشپړه همکاری کوی.

د پروګرام په وروستیو کی د غونډی د برخوالو څخه نظر پوښتنه ترسره سول او پر مهال یی د سولی په وړاندی پراته خنډونه او وړاندیزونه راټول کړل سول تر څو د بین لافغانی مذاکراتو په مرسته سولی ته ورسیږو او همدارنګه د سولی شورا له لوری قطعه نامه هم واورول سول چی په ۷ مادو کی یی د سولی راوستلو لپاره اساسی حل لاری وړاندی کړی وی او د ولسونو، ښکیلو غاړو او اړوند اړخونو څخه څخه غوښتل سوی وه چی د تطبیق په برخه کی یی پوره همکاری وکړی.

خبریال: بهیراحمد احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...