د بدني ښکلا اتل یاسين قادري خپله اتلولي د شهيد ستر پاسوال عبدالرازق په نوم کړه

محمد یاسين قادري د بدني ښکلا اتل موده وړاندي د ګلوبل کلاسيکو سياليو اتلولي تر لاسه کړه او خپله دغه اتلولي يې د خپلواکۍ د ملي اتل شهيد سترپاسوال عبدالرازق خان آڅکزي په نوم کړه.

ښاغلی قادري د پنج شنبې په ورځ پرداسي مهال کندهار ته راغلی، چي له مرکز څخه دبدني ښکلا اړوند يو پلاوی هم ورسره ملتيا کوي، نوموړي په کندهار کي خپله ګټلې جايزه د شهيد رازق کورنۍ ته تسليم کړه.

د پنج شنبې په ورځ د بدني ښکلا اتل محمد یاسين قادري کندهار ته راغلی او په منډيګک ماڼۍ کي يې د کندهار د امنيه قومندان تورنجنرال تادين خان، د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال او غړو سره يې وليدل.

د بدني ښکلا دغه اتل د افغانستان د ملي پوليسو سفير دی او موده وړاندي يې د ۴۴ هيوادونو ترمنځ د بدني ښکلا په ګلوبل کلاسيکوسياليو کي اتلولي وګټل او دا اتلولي يې د سولي او ملي يوالي د اتل شهيد سترپاسوال عبدالرازق په نوم کړه.

د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال د بدني ښکلا د اتل ښاغلي قادري دا کړنه، چي خپل ګټلی ميډال يې د شهيد ستر پاسوال عبدالرازق په نوم کړ، وستايه او زياته يې کړه، چي شهيد سترپاسوال عبدالرازق يوازي د کندهار نه بلکي د ټول افغانستان يو واقعي جنرال وو، چي تل يې د خپلو خلکو ساتنه کول.

ښاغلي خاکرېزوال وويل، شهيد رازق خان د ټول هيواد يو زړه ور سرتیری وو او دا يې د زړه ارمان وو، چي په ټول هيواد کي سوله او ارامي راولي، څو خلک په ډاډه زړه سره خپل ژوند مخ ته يوسي.

پرهمدې مهال د بدني ښکلا اتل او د افغانستان د ملي پوليسو سفير محمد ياسين قادري هم خبري وکړې او په پيل کي يې امنيه قومندان تورنجنرال تادين خان او وروسته يې د کندهار ټول غيرتمن او شريف ولس ته د سولي او ملي يوالي د ملي اتل شهيد ستر پاسوال عبدالراق د غم شريکۍ مراتب وړاندي کړه.

ښاغلي قادري وويل، سترجنرال شهيد عبدالرازق د افغانستان دټولو قومونو د يوالي او ملي وحدت سمبول وو، چي تشه به يې په ډېر څه ډکه نه سي.

ده وويل، زه خپله دغه لاسته راوړې قهرماني نن د شهيد ستر جنرال عبدالرازق ورور او د کندهار نوي امنيه قومندان تورنجنرال تادين خان ته ورکوم او په هيواد کي د سرتاسري سولي او ملي يوالي دعا کوم.

هېره دي نه وي، چي د دغه غونډي په وروستيو کي د کندهار امنيه قومندان، د ولايتي شورا رئيس او غړو يې او همدارنګه د کندهار قومي مشرانو د بدني ښکلا اتل او د افغانستان د ملي پولیسو سفير ته د قدرداني په موخه د اعزاز بګړۍ ور پر سر کړل.

نیوز څانګه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...