دکندهار ولايت مقام خبرتيا

داچي ليدل کېږي يوشمېر موټر چلوونکي په خپلو موټرونو کي تر اندازې زيات بار اچولی وي او د ښار پر سړکونو باندي تګ راتګ کوي، دا کار نه يوازي د ملي شتمنيو (( سړکانو )) د تخريب سبب ګرځي، بلکي د قانون څخه هم سړغونه ده.

نو پر همدې اساس دکندهار ولايت مقام دټولو باربري موټر چلوونکو ته خبر ورکوي، چي ددې ستونزي د مخنيوي لپاره يې د امنيې قومندانۍ، ترافيکو مديريت، فوئيدعامې رياست، د ملي امنيت رياست، او د ټرانسپورټ رياست څخه يو ګډ هيئت ټاکلی، چي دکندهار ښآر پر ټولو سړکونو په خاص ډول دکندهار ښار څخه تر هوايي ډګر پوري د ((د خپلواکۍ د ملي اتل سترپاسوال عبدالرازق خان)) د واټ څخه دوامداره ليدنه کوي، ترڅو ددغه ډول موټرانو مخه ونيسي. که کوم موټر چلوونکو ددغه خبرتيا تر نشر وروسته موټر ته تر اندازې زيات بار ور واچوي، نو دياد هيئت له خوا به نيول کېږي او دقانون منګولو ته به يې سپاري.

يادونه: دکندهار ښاريان هم که چېري دکندهار ښار او ياهم دښار څخه تر هوايي ډګر پوري پر غځېدلې جاده باندي دغه ډول موټران چي تر اندازې زيات بار يې ور اچولی وي، وويني کولای سي پر لاندي شمېره باندي تماس ونيسي.

۰۳۰۲۰۰۲۵۸۵

x

دا هم وګورئ

دکندهار د عامي روغتيا رياست خبرتيا

دکندهار دعامي روغتيا رياست غواړي، چي دښار او ولسواليو دڅلور شپېته روغتيائي مرکزونو له پاره ...