دزابل یو شمیر اوسیدونکي او ښوونکي: د کرکټ لوبي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړو پر بهیر ناوړه اغیزه کړې

د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکي او د ښوونکي وایی چې د کرکټ لوبي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړو پر بهیر ناوړه اغیزه کړې باید چې مسوولین په دې اړه جدي اقدام وکړي

پر همدې مهال د کرکټ بورډ مسولین هم دا ستونزه پر ځای بولي خو زیاتوي چې د حل لپاره یې هڅې کوي. 
سره له دې چې په وروستۍ لسیزه کې په هیواد کې د کرکټ لوبې د پام وړ پرمختګ کړی او د چارواکو په خبره د لسګونه زره ځوانانو لپاره سالم مصروفیت ګرځیدلی خو د دې لوبې د بې کنتروله پراختیا په اړه ځيني انديښني هم شته 
زابل د هیواد له هغو ولایتونو څخه دی چی دا مهال پکې زرګونه ځوانان کرکټ کوی او ورسره د ښوونځیو استادان او کورنیو مشران د دې لوبې له امله د زده کړو د کیفیت له ټيټ والی انديښنه ښيي .


څو تنه اوسیدونکی چی زامن او وروڼه یې دا لوبه کوي وایی د دوی له بیا بیا ټینګار سره هم د دوي ماشومانو او تنکي ځوانان په سارې توګه په کرکټ کې بوخت دی، زده کړو او حتی عبادت ته وخت نه ورکوي. 
دوي وايي باید مسوولین د دې ستونزي غم وخوري که نه کرکټ به د ګټې پر ځای د نوی نسل لپاره په زیان تمان شي. 
د تعلیمي ادارو مسولین هم د کورنیو د مشرانو دا انديښنه پر ځای بولی او زیاتوی چې په ټولګیو کې هم یې دوې بدې اغیزې درک کړې دي 
د شیخ متي لیسې دوه تنه ښوونکي وايي هغه زده کوونکي چې تر کرکټ مخکي يې په درسونو کې کوښښ کوي او ښې نومرې یې وړلی وروسته له هغه چې دا لوبه یې پيل کړې ده غیرحاضري یې زیاته شوې او له زده کړو سره یې مینه کمه شوې ده .


د دوي په خبره د ۱۳۹۷ تعلیمي کال په پای کې یواځي د دوي په لیسه کې تر ۲۵۰ پوري محرومین شته چې ستر علت یې په کرکټ د دوي بوختیا ده 
یو شمیر زده کوونکي چي هم مهاله د کرکټ لوبه هم کوی دا منی چې د ورځني منظم تقسیم اوقات له امله یې درسي بهیر ګډوډ شوی او هره ورځ پنځه تر شپږو ساعتونو د کرکټ پر لوبه تیروی. 
دوي وویل نشی توانیدلی هم زده کړو او هم لوبو ته وخت ورکړي او په افغانستان کې د کرکټ د بې ساري پرمختګ له امله یې د لوبو خواته توجه زیاته ده. 
د زابل د کرکټ بورډ مسوولین که څه هم دا ستونزه پر ځای بولی خو زیاتوی چې له پوهنې ریاست سره په ګډه یې د دوي د حل لپاره هڅه کوی .

د دې ولایت د کرکټ بورډ امر محبوب محبت وایی شاوخوا ۵ زره تنه په رسمي او غیر رسمي لوبډلو کې په منظم ډول په کرکټ بوخت دی چې زده کوونکي هم پکښي شامل دي. 
که څه هم د کرکټ بورډ چارواکی د خپلو لوبغاړو شمیر ۵ زره ښيي خو هغوی چی په غیر منظم ډول په دې لوبو کې ښکیل دی او د راډیو او تلویزیون له لاري ورباندي د زدکړو او نورو ضروری کارونو وخت مصرفوي شمیر یې ښايي تر دې څو چنده لوړ وي. 
پر زده کړو او دژوند پر نورو برخو د کرکټ د ناوړه اغیز انديښنه ښایی د هیواد په نورو سیمو کې هم وي خو داسي ښکاري چې تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم نورو اړونده ادارو دا ستونزه درک کړې ده تر څو په اړه یې اقدام وکړي.

خبریال: محوب حکیمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...