دزابل دعامي روغتیا رئیس: سږکال یې پدې ولایت کي دڅلورنیم میلیونه ډالرو په لګښت ساختماني چاري پیل کړي

دعامي روغتیا رئیس وايي چې روغتیایې خدمات یې ددې ولایت لیرو پرتو سیمو ته رسولي دي.
پرهمدې مهال ددې ولایت اوسیدونکو روغتیایي خدماتو څخه خوښ دي. 
دزابل دعامي روغتیا ریس ډاکتر لعل محمد توخي وايي چې سږکال یې پدې ولایت کې د څلورنیم میلیونه دالرو په لګښت یې دروغتونو او کلنیکونو دجوړیدو چاري پیل کړي دي . 


نوموړي دغه څرګندونې نن ددې ریاست په انګړ کې دروغتیا پالانو دنړیوالي ورځي په لمانځغونډه کې وکړې او ویې ویل چې په سږني کال کې یې روغتیایې خدمات هغو سیمو ته رسولي چې دتیرو څوکلونو راهیسي اوسیدونکي یې روغتیایي خدمات ته لاس رسي نه درلودي . 
توخي زیاتوي چې په پیل سویو رغنیزو پروژو کې یې په مرکز کلات او ولسوالیو کې دروغتونو او کلنیکونو دودانیو دجوړیدو چاري شاملي دي چې تر دې مهال یې دلسګونو پروژو کار پشپړ سوي او ځیني یې دبشپړیدو په حال کې دي . 


نوموړي تمه وښوده چې په راتلونکي کال هم ددې ولایت اوسیدونکو لپاره ګڼې روغتیايي اسانتیاوي برابري کړي. 
بل لوري دزابل دښځو چارو ریسه مریم رحماني په مرکز کلات او ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کې ښځو ته دښو روغتیایی خدماتو په رسولو خوښي وښوده او زیاته کړه چې اوس دامهال په ولسوالیو کې هم ښځینه روغتیا پالاني ګمارل سوي چې ښځو لپاره یې اسانتیاوي رامنخته کړي. 
دزابل یوشمیر اوسیدونکي هم دروغتیايي اسانتیاو څخه خوښ دي، خو زیاتوي چې لاهم په لیرو پرتو ولسوالیو کې خلګ روغتیایی اسانتیاو ته لاس رسي نلري او خپل ناروغان تر مرکز کلاته رسوي. 
دزابل دعامي روغتیا ریاست په داسي حال کې ددې ولایت اوسیدونکو ته دروغتیایي ښو خدماتو درسولو خبره کوي چې دعامي روغتیايي وزارت دپالیسي په اساس له دې وروسته ته به روغتیایی خدمات وړیا نه وي او دناروغانو ددرملني لپاره به دهغوي څخه یوه اندازه پیسي اخستل کیږي.

خبریال:محبوب حکيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...