حامد کرزی: د افغان سولې لپاره د خلیلزاد له هڅو کلک ملاتړ کوم

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زلمي خلیلزاد پر ټاکل کېدو خوښ دی او زیاتوي دا د ټولو افغانانو دنده ده چې له نوموړي سره د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره همکاري وکړي.

ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ د سید بهاوالدین مجروح په نویمه کالیزه کې د وینا پر مهال وویل، زلمی خلیلزاد له افغانستان، سیمې او امریکا څخه ښه خبر دی او ټول وضعیت ښه ارزولی شي. نوموړي زیاته کړه، لکه څنګه چې په افغانستان کې د امریکا له بمباریو او جګړې سره کلک مخالفت کوي په هماغه ډول یې د سولې له هڅو کلک ملاتړ کوي.

کرزي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې امریکا په اکتوبر میاشت کې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل استازی وټاکه. خلیلزاد پر دغه ماموریت تر ټاکل کېدو وروسته درې ځله سیمې ته سفرونه کړي دي. هغه اوس په پاکستان کې دی او ټاکل شوې نن د یاد هېواد له لومړي وزیر سره پر افغان سوله او په دې برخه کې د پاکستان پر همکاري خبرې وکړي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...