کندهار ښاروالي د محصولاتو راټولولو په برخه کي د هیواد په سطحه لومړی مقام خپل کړ

دغه څرګندوني سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي د ښارونو د نړیوالي ورځي په لمانځغونډه کي وکړې او هم یې د بشپړو سوو او راتلونکو پرمختیايي پروژو په اړه معلومات وړاندي کړه.

د ښارونو نړیوالي ورځي په لمانځغونډه کي د کندهار مرستیال او سرپرست والي وویل،چي ښار د ټول ګډ کور دي او باید ټول یې د ساتني په برخه کي کار وکړي.

په غونډه کي د ولایت مقام  مرستیالانو او د ولایتي شورا غړو د کندهار ښاروالي روان فعالیتونه وستایل.

د کندهار ښاروالۍ له لوري د پنج شنبې په ورځ د ښارونو د نړيوالي ورځي په لمانځغونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، دولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي آغالي دستګيري ، د ولايتي شورا غړو، د کندهار سرپرست ښاروال، قومي او ولسي مشرانو، د کندهار پوهنتون رئيس او استادانو، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو او په زيات شمېر ځوانانو ګډون کړی وو .

په غونډه کي مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل ښارونه د انسانانو د متمرکزو او مېشتو ډلو دوهمه سرپناه او کور دئ،چي ټول پېښېدونکي او راتلونکي کمي او کيفي مثبت او منفي تغيرات يې پر ټولو اوسېدونکو مستقيمي اغېزې لري، نوموړي زياته کړه د ښاري پراختيا او ښاري نظم په برخه کي د ولايتي ادارې، ښاريانو او دولتي ارګانونو مسؤليت دادئ،چي د پراختيا پرمهال يې معيارونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په دغه غونډه کي د کندهار د سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي څخه ځانګړې مننه وکړه،چي د ښاروالۍ په برخه کي يې منظم انکشاف رامنځته کړی او د هغه توازن ته يې پاملرنه کړې.

په غونډه کي د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسيم رضايي وويل  دغه ورځ د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه په ټوله افغانستان کي لمانځل کېږي.

ښاغلي رضايي ټولو ته زېری ورکړ او ويې ويل چي کندهار ښاروالي د محصول په را ټولولو کي د ټول هيواد په سطحه د اکتوبر د مياشتي لومړی مقام ترلاسه کړی،چي دا د ټولو کندهاريانو لپاره د خوښۍ ځای دی .
سرپرست ښاروال وويل په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کي د کندهار ښاروالۍ لخوا ( ۱۸ ) بېلابېلي پروژې پلي سوي چي چاري يې په چټکۍ سره پرمخ رواني دي ؛ همدارنګه ( ۴ ) نوري لويي پروژې هم تر کار لاندي دي چي دنړيوال بانک په مالي لګښت به په نژدې راتلونکي کي پلي سي.

په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري وويل د ښارونو پاکوالی د اوسېدونکو ګډ مسؤليت دی او بايد دغه مسؤليت ته په صحيح ډول پاملرنه وکړي، هغه له ټولو ښاريانو څخه غوښتنه وکړه،چي خپل مالي ټکسونه که په هره برخه کي وي پر ټاکلي وخت ښاروالۍ او اړوندو ادارو ته تحويل کړي .


په غونډه کي د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي هم ټولو ته د ښارونو د نړيوالي ورځي مبارکي وويل او د ښارونو په پاکوالي او منظم ساتلو کي يې د اولس او دولت ترمنځ ګډه همکاري مهمه وبلل .

نوموړي زیاته کړه چي هر ښاري باید د ښاروال فکر ولري او د ښار پاک ساتلو په برخه کي کار وکړي.

د غونډي په ورستیو کي د عامي روغتیا ، ښارجوړوني ، اوبو رسولو ، اطلاعاتو کلتور ، او پوهني ریاستو او ترافیکو مدیریت د منظم او پاک ښار د ساتلو په اړه د کړنو راپورونو وړاندي کړه،چي د ستونزو او نيمګرتياوو په تړاو ئې يو تربله نظرونه سره تبادله کړل.

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...