کندهارکي د ټاکنيزو شکايتونو دخپلواک کمېسیون ولايتي دفتر دښار او ولسواليو د ۲۲ مرکزونو رايي بیا شمېري

د پنجشنبې په ورځ دلته په کندهار کي د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسیون ولايتي دفتر د هغو مرکزونو د رايو شمېرنه بيا پیل کړه، چي کانديدانو يې په اړه شکايتونه ثبت کړي وه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي مسولين وايي ټول ۴۶۹ شکايتونه ثبت سوي، چي کمېسيون به يې يوازي هغه شکايتونه بر رسي کړي، چي په اړه ئې اسناد او شواهد موجود وي.

په کندهار کي د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسیون ولايتي څانګه د ښار او ولسواليو د هغو ۲۲ مرکزونو رأیې بیا شمېري،چي د نتایجو په پاڼو کي يې قلمي لاسوهنه سوې وي او یا د انتخاباتو په ورځ له دغو مرکزونو د شکایتونو راپورونه ور رسېدلي وي.

په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال او سرپرست فضل محمد برهان خبريالانو ته وویل، چي دغه پرېکړه يې د کانديدانو په غوښتنه او د ولسي جرګې د ټاکنو په پایلو کي د شفافیت په هدف کړې ده.

په کندهار کي د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسیون ولايتي مسول کريم الله ستانګزي وویل، چي د دوئ له کمېسيون سره ټول ۴۶۹ شکايتونه ثبت سوي، چي په وينايې دوئ به يې هغه شکايتونه وڅېړي، چي په اړه قوي شواهد موجود وي.

بايد وویل سي، چي د هيواد د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چي د قوس میاشتي پر دوهمه نېټه به له کابل پرته د ټولو ولایتونو د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلانوي او د همدې میاشتي پر ۱۰مه به د کابل لومړنۍ پایلي هم اعلان کړي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...