په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو لپاره نوی سرپرست قوماندان وټاکل سوو

د چهارشنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال ډګرجنرال عبدالحميد حميد دلته په سويل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د سرپرست قوماندان په توګه وټاکل سوو.

د نوموړي د معرفت مراسم د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کي نيول سوي وه، چي پکښي ددې قول اردو ګڼ شمېر افسرانو، بريدملانو او سرتيرو برخه اخيستې وه.

په کندهار کي تر څو اونيو مخکي خونړۍ پيښي وروسته چي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظربهبود پکښي ژوبل سوو ددغه لويي پوځي قوماندانۍ چاري دمرستيال له لوري  پرمخ وړل کېدې.

اوس تازه د ملي دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال ډګرجنرال عبدالحميد حميد ددې قوماندانۍ د سرپرست قوماندان په توګه ټاکل سوی دی.

ډګرجنرال عبدالحميد تردې مخکي هم د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې، چي د خپل ماموريت پرمهال خورا بريالی جنرال وو.

ډګرجنرال عبدالحميد حميد د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کي ددې قول اردو منسوبينو ته په وينا کي وویل، چي هيڅ چاته به اجازه ورنه کړي، چي  دلته په کندهار او ددې قول اردو مربوط ولايتونو کي سيمي ناامنه او د خلکو ترمنځ بېره خپره کړي.

هغه تيرو ټاکنو ته په اشاره وویل، چي دامنيت د تامين په برخه کي افغان ځواکونو له ځانه پوره وړتيا وښودل.

ډګرجنرال عبدالحميد دغه راز افغان پوځيانو ته په پوځي برخه کي ځيني لارښووني هم وکړې، چي دده په وينا د پوځ ليکي اصلاح کوي او د جګړې په ډګر کي د وسلوال پوځ مورال لوړوي.

په ټوله کي د پوځي چارو کتونکي د ۲۰۵ اتل قول اردو دسرپرست قوماندان په توګه د ډګرجنرال عبدالحميد حميد ټاکنه پرځای اقدام بولي او وايي، چي د نوموړي په ټاکنه سره به دلته په کندهار، زابل، اروزګان او دايکندي ولايتونو کي وسلوال وځپل سي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...