په ترکیې او سعودي کي د خاشقجي غیابي جنازه وسوه

د سعودي عربستان د ژورنالیست جمال خاشقجي د مړي پته لا نده موندل شوې خو د هغه خپلوانو او دوستانو د جمعې په ورځ په ترکیې او سعودي عربستان کې د هغه غیابي جنازه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي چې د جمال خاشقجي قضیې چې د خپل هیواد د حکومت د اجنټانو له خوا د ترکیې په استانبول کې د سعودي په قونسلگرۍ کې وژل شوی پراخ نړیوال غبرگونونه درلودل او د سعودي سلطنتي دولت ته یې سرخوږی جوړ کړ.

د سعودي عربستان د لوی څارنوال مرستیال ویلي چې د ښاغلي خاشقجي د وژنې په تړاو به پنځه تورنو کسانو ته د مرگ سزا وغواړي. څارنوال د چا نوم وانخیست خو لږ تر لږه دوه لوړپوړي چارواکي چې د ولیعهد محمد بن سلمان نږدې همکاران دي، په کې شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې د خاشقجي د قضیې په تړاو یې د سعودي عربستان د ولیعهد د پخواني لوړپوړي مشاور سعود القحطاني په گډون پر ١٧ سعودیانو اقتصادي بندیزونه ولگول.

ددې سره سره چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ډگون د سعودي عربستان غربي متحدین او ترکیه وایي چې د ښاغلي خاشقجي د وژنې وروستی مسؤلیت د محمد بن سلمان په غاړه دی، خو سعودي عربستان ټینگار کوي چې د هغه هیواد ولیعهد ددې کار سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

پرون د مکې شریفې په ستر جومات او د خاشقجي په ټاټوبي مدینې شریفې په ستر جومات کې په لسگونو زرو کسانو هغه ته دعا وکړه، خو امامانو د ښاغلي خاشقجي نوم یاد نکړ.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...