په ارغسان ولسوالۍ کي د اداري تعمير او يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کښېښول سوه

د ارغسان ولسوالۍ د اداري تعمير او يوه ښوونځي د بنسټ ډبره په داسي حال کي کښېښول سوه چي پرمهال يې د يادي ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او د سيمي ملکانو هم ګډون کړی وو .
د دغه اداري تعمير د قراداد چاري چي څه موده مخکي شروع سوي وې کار ئې هم په رسمي ډول شروع سو او ښوونځی به هم د يوه کال په موده کي ګټي اخيستني ته وسپارل سي.

دغه تعمير د ولايتي ادارې په هڅو د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا منظور سوی چي مالي چاري يې هم د ښار او کور جوړولو وزارت پر غاړه لري او ټول ټال اوولس ميليونه، څلور لکه، پنځه دېرش زره او دوه سوه څلورويشت ) افغانۍ لګښت ورباندي راځي همدارنګه به يې د يوه کال په اوږدو کي کاري چاري بشپړي سي .
ياد تعمير دوه منزله دی او په هر منزل کي يې ۱۲ اطاقه دي چي مجموعه يې ۲۴ اطاقه کېږي او ولايتي اداره په دې برخه کي جدي هڅه کوي چي ساختماني چاري يې په چټکۍ سره بشپړي او ژر تر ژره يې ګټي اخيستني ته وسپاري .
د دغه تعمير په جوړېدو سره د ارغسان ولسوالۍ قومي او ولسي مشرانو خوښي وښودل او د ولايتي ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه چي وخت پر وخت يې د خلګو ستونزي اورېدلي او په مخنيوي کي يې چټکي هڅي کړي دي .


په ورته وخت کي نن په ارغسان ولسوالۍ کي د يوه ښوونځي د بنسټ ډيره هم کښېښول سوه؛ ياد ښوونځی د ولايتي دارې په هلو ځلو په ارغسان ولسوالۍ کي جوړيږي، چي له مخي به ئې په دغه ښوونځي کي د تعليم په برخه کي تر يوه حده ستونزي حل سي.

په ارغسان ولسوالۍ کي نوی ښوونځی د يوه کال په موده کي جوړيږي؛ ۹،۹ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندي راځي چي د ماليې وزارت د غير مشروطه بوديجې څخه ورکول کيږي.

په ارغسان ولسوالۍ کي نوی جوړېدونکی ښوونځی به ۸ ټولګي ولري، چي د نژدې سيمي د زده کوونکو له پاره تر ډېره حده بسنه کولای سي.

د يادولو ده، چي په دې ورستيو کي د ارغسان ولسوالۍ په شمول په يو شمېر نورو ولسواليو کي هم پرمختيايي کارونه ډېر سوي او ولس هم ډېر خوښي ښيي.

خبریال: ويس آرين

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...