ټاکل سوې دشنبې په ورځ دشري ناروغۍ په وړاندي دواکسين کمپاين پيل سي

دعامي روغتيا مسئولين وايي دغه کمپاين چي لس ورځي به دوام وکړي دنږدي څلور سوه مسلکي روغتيا پالانو په مرسته کور په کور پلي او ترلسو کالو کم عمره کوچنيان به واکسين کړي .

ډاکټرعبدالقيوم پخلا وايي دياد کمپين دښه تطبيق په موخه دپوهني رياست مسئولين هم ورسره همکاري کوي.

دپوهني رياست کښي دروغتيا او پوهني رياست مسئولين په دي هدف راټول سوي ؤ ترڅو په هغو لارو چارو ځان پوه کړي چي دشري ناروغۍ په وړاندي وقايوي واکسين ښه تطبيق او کوچنيان تري پاته نه سي .

دعامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا غونډه کښي دشري واکسين دکوچنيانو دروغتيا له پاره اغيزمن وقايوي درمل وبلل چي په مرسته يي کوچنيان ديادي مرګوني ناروغۍ څخه ژغورل کيدای سي.

هغه دغه رازدښونځيو امرينو ته ډاډ ورکړ چي ياد واکسين به دمسلکي روغتيا پالانو په مرسته تطبيق سي

دپوهني رئيس انجنير عبدالقادر پيوستون هم دعامي روغتيا رياست سره دهمکاري په تړاو دشري واکسين پلي کيدلوکښي دپوهني  رول اغيزمن وباله او وويل هيله يي وښودل چي ياد کمپين به ښه تطبيق سي .

که څه هم چي تردي وړاندي دپوليو واکسين په کمپينيز ډول کور په کور پلي کيدي خو دشري هغه يي دوهم واکسين سو، چي دخلکو تر کورونو ور رسول کيږي روغتيا پالان انديښنه ښه يي که والدين خپلو کوچنيانو ته پام ونه کړي او هغه نهه واکسينونه چي په نړيواله کچه منل سوي کوچنيانو ته وخت پر وخت ورنه کړي نو يادي ناروغۍ به په سرخوږي بدلي او درملنه به يي ګرانه سي.

خبریال: نثاراحمد احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...