مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب په مشرۍ د ولسوالانو او د ځینو سکتوري ادارو د رئيسانو تر منځ پدې موخه غونډه جوړه سوه ترڅو د دهلې بند څخه د مختلفو سکتورنو د اوبو د تخصیص معلومولو په اړه مشوره تر سره کړي.

په غونډه کي د دهلې بند د سروې چارو مسؤلينو وویل، چي تر راتلوونکي يوې میاشتي پوري به دد هلې بند په اړه ټولي سرویګاني بشپړي سي او په مرکز کي تر تدارکاتي چارو وروسته به يې چاري عملاّ پيل سي.

د شنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي په ولایت مقام کي د هغي غوڼډي مشري کول چي د دهلې بند څخه مختلفو سکتورنو ته د اوبو د تخصیص معلومولو لپاره د مشوري اخيستلو په موخه جوړه سوي وه.

په غونډه کي د ولایتي شورا رئيس حاجي سید جان خاکریزوال، د بیلابیلو ولسوالیو ولسوالانو، د ولسوالیو د مشورتي شورا مسؤلينو، د ځینو سکتوري ادارو رئیسانو، د هلمند د دریایي حوزې عمومي رئيس او ورسره مل پلاوي او د د هلې بند د سروې ټيمونو مسؤلينو هم برخه اخیستې وه.

مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب غونډي ته د پیل په وینا کي وويل، چي د کندهار لپاره د دهلې بند جوړیدل یو حیاتي پروژه ده او د یاد بند په جوړیدو سره به د کندهار د اوو ولسوالیو د زراعتي اوبو د نشتون او د کندهار ښار لپاره د څښاک اوبو نشتون ستونزي تر ډيره هواري سي او د یادي پروژې په مرسته به د برېښنا د تولید په برخه کي اساسي ضرورتونه تر یو حده حل لاره ومومي.

ښاغلي منیب د جمهور رئيس څخه مننه وکړه، چي د کندهار لپاره يې د یوې حیاتي پروژې تفاهم لاسلیک کړ او غوښتنه يې وکړل، چي د سروې ټيمونو د چارو تر بشپړیدو وروسته باید د یاد بند رغنیزي چاري ژر تر ژره پیل سي.

ښاغلي منیب وويل، د یاد بند د رغنیزو چارو تر بشپړيدو وروسته به د کندهار د زراعت د پیاوړتیا تر څنګ د ولسونو د اقتصادي پیاوړتیا او ښه حکومتدارۍ په برخه کي هم د پام وړ مثبت بدولون ووینو.

د غونډي پر مهال د ولایتي شورا رئيس حاجي سید جان خاکریزوال وويل، چي د کندهار د ولسونو تر ټولو ستر ضرورتونه د همدې پروژې له لاري حلېدلای سي او د یادي پروژې بشپړيدل يې د راتلوونکو نسلونو د ضرورتونو د رفعه کولو لپاره یو بنیادي ګام وباله او وويل، چي د کندهار د زراعتي او اقتصادي پياوړتيا په برخه کي به د یاد بند جوړیدل د پام وړ مثبت بدلون راولي.

د ولایت مقام سکتوري رئيس عبدالحکیم حکیمي وويل، د دهلې بند جوړېدل د افغانستان د حکومت په غوښتنه، د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ او د جاپان هیواد په مالي مرسته ترسره کيږي، چي په دغه پروژه کي د دهلې بند ارتفاع د ۸ څخه تر ۱۲ مترو لوړول، د زراعت لپاره د اوبو برابرول، د کندهار ښار لپاره د ۸۰ څخه تر ۱۰۰ میلیونه متره مکعبه ليټره د څښاک اوبو شبکه جوړول او د دریو توربینو په مرسته پر یوه وخت ۲۴ میګاواټه بريښنا تولیدول، شامل دي.

د غونډي په وروستیو کي د پروژې اړوند ټول معلومات شریک سول او د اړونده سکتوري رياستونو د سهم معلومولو په اړه هر اړخیز بحث وسوو او غوښتنه وسول ترڅو هغوئ په خپله برخه کي منظم پلان او طرحي برابر کړي او وروسته دي د یادو پلانونو په نظر کي نیولو سره وروستي راپور د مرکز سره شریک او د دهلي بند رغنیزي چاري دي عملاّ شروع کړل سي.

خبریال: احمد بهیر احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...