مرستيال او سرپرست والي وايي، ټولي دولتي ادارې بايد د راتلونکي مالي کال لپاره خپل تداروکاتي پلانونه جوړ کړي

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د اداري مجلس په نوبتي غونډه کي د ټولو دولتي ادارو مسؤلينو او استازو ته هدايت وکړ، چي د راتلونکي مالي کال لپاره بايد په خپلو تداروکاتي او پرمختيايي پلانونو کي د ولس اساسي ضرورتونو ته ځای ورکړي او اساسي پروژې انتخاب کړي.

د اداري مجلس غونډه، چي د پنج شنبې په ورځ د مرستيال او سرپرست والي په مشري جوړه سوې وه پکښي د ولايتي شورا غړي نعمت الله خان شيردلي، د دولتي ادارو مسؤلينو او استازو برخه اخيستې وه.

د اداري مجلس په غونډه کي لومړی د غير مشروطه بودجې پر مصرف او په دې برخه کي پر موجوده ستونزو خبري وسوې.

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، هره دولتي اداره، چي په دې بودجه کي سهم لري مکلفیت لري، چي ژر تر ژره د مرکزي ادارې څخه خپله بودجه ترلاسه کړي او په مصرف ئې ورسوي.

په غونډه کي د راتلونکي پسرلي لپاره په کندهارښار کي د نيالګيو پر ايښودلو او تدابيري پلان هم بحث وسو.

کندهار سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي وويل، د راتلونکي پسرلي لپاره پلان لري، چي د کندهار ښار په ټولو ناحيو کي زرغون کمربند جوړ کړي، چي ټول ټال به څلوېښت زره نيالګي د ښار په هغه برخو کي کښېږدي، چي ضرورت ورته ليدل کېږي.

د دې ترڅنګ د زراعت رئيس سيدحفيظ الله سيدي وويل، د راتلونکي پسرلي لپاره دوئ هم پنځه ويشت زره  زينتي نيالان اماده کړي، چي ټولو دولتي ادارو ته به د ضرورت مطابق توزيع سي.

ښاغلي سيدي دغه راز يادونه وکړه، چي په راتلونکي کال کي به پر زر جريبه مځکه مثمير نيالګي کښېنوي او په زرګونه نوي باغونه به جوړ کړي.

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د دوئ له تياري مننه وکړه او ټېنګار ئې وکړ، چي د نيالګيو په ايښودلو کي بايد د خپلواکۍ د ملي اتل ستر پاسوال شهيد عبدالرازق اڅګزي پرجاده هم نيالګي کښېنول سي، ترڅو د دې جادې ښکلا دوه برابره سي.

ښاغلي منيب د دې ترڅنګ د زراعت رئيس ته هدايت وکړ، چي سر له اوسه اصلاح سوي تخمونه پر کروندګرو ووېشي، ترڅو د کرولو وخت ئې تېر نه سي.

د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د پوهني رئيس انجنېر عبدالقادرپيوستون وويل، په کندهار ښار او ولسواليو کي لا هم يو اتيا ښوونځۍ خپلي مځکي نه لري، خو په تازه هڅو کي ئې د درويشت ښوونځيو لپاره مځکي پيداکړي دي.

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د ښووونځيو لپاره د مځکي پر پيداکولو ټينګار کړی او ولايتي اداره په تمامه معنی ژمنه ده، چي په کندهار کي د پاته ښوونځيو لپاره مځکي اختصاص کړي.

دې ته ورته په کندهار کي د شېخ زايد روزنتون مشر محمد برات حسين خېل غوښتنه وکړه، چي د شېخ زايد روزنتون په بغل کي دي د سرې مياشتي يوه اندازه مځکه دوئ ته ورکول سي ځکه اوسني روزنتون کي د ځای د کمښت سره مخ دي.

ښاغلي حسين خېل وويل، د شېخ زايد روزنتون مرکزي ادارې دوئ ته يوه اندازه مبلغ د روزنتون د پراختيا لپاره ورکړي که چېري مځکه ورنه کول سي، ځانګړې سوې بودجه به بل ولايت ته انتقال سي.

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په دې اړوند مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چي ژر تر ژره په دې برخه کي اقدام وکړي او شېخ زايد روزنتون ته د ضرورت مطابق مځکه ورکړي.

ښاغلي منيب يوځلي بيا د کندهار پر ولس ږغ وکړ، چي خپلو کوچنيانو ته د پوليو ضد واکسين ورکړي او هغوئ د دايمي معيوبيت څخه وژغوري.

مرستيال او سرپرست والي د فوايد عامې رئيس ته سپارښتنه وکړ، چي د کندهار- روزګان سړک د روانو چارو څخه وخت پر وخت نظارت وکړي او هلته روان کار ته سرعت ورکړي.

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د اداري مجلس په نوبتي غونډه کي د ټولو دولتي ادارو مسؤلينو او استازو ته هدايت وکړ، چي د راتلونکي مالي کال لپاره بايد په خپلو تداروکاتي او پرمختيايي پلانونو کي د ولس اساسي ضرورتونو ته ځای ورکړي او اساسي پروژې انتخاب کړي.

پاته دي نه وي، چي د غونډي په لړ کي د ارغنداب رود د دريايي حوزې لپاره نوی ټاکل سوی رئيس توريالی محبوبي د مرستيال او سرپرست والي له لوري د غونډي ګډونوالو ته وروپېژندل سو او په ورسپارل سوې دنده کي ئې ورته د برياليتوب هيله وکړه.

خبریال: ولي محمد انوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...