مایک پامپیو: پر ایران د امریکا د نويو بندیزونو د موثریت په اړه ډاډه یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په ډاډ سره ویلای شي چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به ډېر موثر وي.

د امریکا متحده ایالات پر ایران د بندیزونو د بیا جاري کېدو نتیجې ته خوشبین دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، دغه بندیزونه به د ایران پر حکومت چې د ده په وینا، په اوس وخت کې په منځني ختیځ کې د یوه بې ثباته کوونکي ځواک په توګه عمل کوي، اغېزمن وي.

ښاغلي پامپیو دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د امریکا د خزانې له وزیر سټیفن منوچین سره په واشنګټن کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

ښاغلي منوچین وویل چې د ایران مشران باید په سیمه کې د ترورېزم له ملاتړه او ورانوونکو فعالیتونو سمدستي لاس واخلي.

د هغه په وینا، که د ایران رژیم بې ثباته کوونکی چلند بدل نه کړي، له مخ په زیاتېدونکې مالي انزوا سره به مخامخ شي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د تخته پل ولسوالۍ قومي او ولسي مشرانو دمرستيال او سرپرست والي سره وکتل

د شنبې په ورځ د تخته پل ولسوالۍ يو شمېر قومي او ولسي مشرانو له ...