سرپرست ښاروال په دولسمه ناحیه کي د ۴ شوراګانو د پروژو پرانیستنه وکړه

د چهار شنبي په ورځ کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي د ښار په ۱۲ ناحیه کي د ولسي تړون د څلورو شوراګانو پروژي پرانستلې او تر څنګ يي ځايي خلکو ته ډاډ ورکړ، چي د لویی ویالی په سیمه کي به بیلابیلي نوري رغنیزي پروژي هم ترسره کیږي.

د چهار شنبي په ورځ د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي د ولسي تړون د ۴ شوراګانو پروژي سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي او دسیمي ګڼ شمیر اوسیدونکو او مخورو پرانستلی، چي پر مهال به يي د ځايي اوسیدونکو په غوښتنه په ۱۲ ناحیه کي چرۍ، پولچکونه، پلونه او نوري اړیني رغنیزي چاری به د یادو څلورو شوراګانو په پیسو تر سره سي.

په سیمه کي ولسي خلکو د سرپرست ښاورال څخه وغوښتل، د ۱۲ ناحيي اړوند د جوړیدونکي سړک پاته رغنیزي چاری دی ورته بشپړی سي او د روانو پروژو د ژر بشپړیدو غوښتنه يي کول.

سرپرست ښاروال د سیمي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چي دير ژر به د یاد سړک پاته چاري، چي تر ۳زره متره اضافه دي، پیل کړي او پر مهال د نورو خدماتو د پر وخت ترسره کیدو او په ناحیو کي د متوازن انکشاف د ترسره کیدو ډاډ ورکړ.

باید وويل سي، چي دمګړي د ښار په بیلابیلو برخو کي د ښاورالي ریاست په چوکاټ کي د لسهاوو پروژو رغنیزي چاری جریان لری او ځايي اوسیدونکی هم ډير خوښ دي، چي ولایتي اداره يي په سیمو کي اصلاحي پلان تطبیقوي او ورته په بیلابیلو برخو کي اسانتیاوي برابروي.

خبریال: احمد بهیر احمدی

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...