روسيي سياست وال:افغانستان کي د مسکو لوبه د اشغال تیروتنه ده

د روسیي یوه مخور سیاست وال او د دغه هیواد د پارلمان غړي دیمیتري سبلیان ویلي چې مسکو یو ځل بیا غواړي افغانستان کې لاس وهنه وکړي او د اتیایمي لسیزی د اشغال کیسه له سره پیل کړي.

نوموړی چې د متحدي روسيي ګوند مخور غړی هم دی مسکو تورنوي چې په دې کار سره به بیا په نړۍ کې د روسيي انځور ته زیان ورسوي .

روسيي په دې ورستیو کې له افغان سوله پسندو کړیو سره د طالبانود ناستي کوربه وه.

طالبانو له مسکوه  پر امریکې او افغان دولت کلک ګزارونه وکړل او ډاډ یي ورکړ چې د خپل آرمان تر پوره کولو پوري به افغانستان کې وجنګیږي.

روسی دغه سیاست وال د مسکو غونډي وروسته او حالاتو ته په کتو سره وايي چې که چیرته دپوتین حکومت بیا افغان چارو کې لاس وهنه وکړي دا به روسيي ته یو بل ستر ناورین وي او تر څنګ به يي د هغو زرګونو روسانو وینو ته هم سپکاوی وي چې د اتیامي لسیزي پر مهال په افغانستان کې وژل شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د مسکو ښکیلاک روسيي ته هیڅ راز سیاسي او پوځي ګټه و نه لري یوازي دا چې افغانستان ته زیان ورسیږي او تر څنګ یي د روسيي مالي سرچیني هم څه نا څه کمي شي.

روسیه اوس مهال یو ځل بیا افغان سیاست ته را دانګي او نه یوازي دا چې له طالبانو سره اړیکي لري بلکي هغه افغان دولت ضد سیاسیون هم سره را ټولوي چې د روان نظام او امریکايي پروژو خلاف دي.

دیمیتري سبلیان همدا راز ویلي : مسکو د اتیایمي لسیزي پر مهال افغانستان کې نږدې ۱۵۰۰۰ عسکر له لاسه ورکړل او تر څنګ یي په ملیاردونو ډالر ضایع سول او هیڅ هم تر لاسه نه سول. دا چې پوتین غواړي بیا په یو ډول نه یو ډول افغانستان کې حضور ولري دا به د تیرو تیروتنو څخه د عبرت د درس د نه اخیستلو او روسانو ته د سپکاوي مانا ولري.

میرویس جلازی

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...