د ګرشک پولیسو په یخچال سیمه کي له یوه کوره د تلاشۍ پر مهال وسلې او مهمات تر لاسه کړي

د ګرشک امنیه قوماندان وايي : په دې تړاو يي یو تورن کس هم نیولی دی ، چي د مګړی تر پلټنو لاندي دی.

د هلمند ګرشک ولسوالۍ مرکزې ساحې د امنیت له پلوه ښه سوي دي ، خو د یخچال په سیمه کي لا هم د وسله والو مخالفینو حرکتونه سته ، چي کله ناکله پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کوي ، په دې سیمه کي د ګرشک ولسوالۍ پولیسو پر هغه کور چاپه ووهل ، چي د دوی په قول د کشفي راپورونو پراساس دغلته وسلې ، چاودیدونکي توکي او مهمات ځای پر ځای سوی دي.

سیمې ته په رسېدو پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو له یوې خونې ، څلور میله کلاشینکوف ، یوه پایه سقیل یو راکټ ، د سپکو او درنو وسلو مرمۍ ، د ماین جوړوني وسایل او په زیاته اندازه مهمات ترلاسه کړه.

د ګرشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک وايي : په دې تور يي یو تورن کس هم نیولی دی ، چي اوس مهال تر څېړنو لاندي دی.

دی وايي : دا کس د وسله والو مخالفینو د وسلو ساتني ، او په ډيری نورو جګړیزو فعالیتونو کي لاس لري.

د ګرشک امنیه قوماندان وايي : اوس مهال د نهرسراج د مرکز او شاوخوا سیمو امنیتي حالت د ډاډ وړ دی ، او دلته د مخالفینو د ډېرو تبیلغاتو سره سره بیا هم ټاکنیز بهیر په امن کي ترسره سو ، آو خلک عادي ژوند لري.

د ګرشک مرکز یخچال سیمه او یو شمېر نورو سیمو کي امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو بریدونه کوې ، او هر ځل يي دغلته د مخالفینو ته مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

خبریال: مطمین

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...