د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ سلګونه قومي او ولسي مشرانو د يوې غونډي پرمهال پر وسلوالو د سولي ږغ وکړ

په دې اړه غونډه چي د چهارشنبې په ورځ د کندهار د سولي د ولايتي کمېټې په نوښت د ژړۍ ولسوالۍ په مقر کي جوړه سوې وه، پکښي د سولي د ولايتي کمېټې استازو، ددې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان، قومي مشرانو، عالمانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي ټولو په يوه خوله له وسلوالو طالبانو غوښتنه وکړه، چي د سولي لاره خپله کړي او نور تاوتريخوالي ته نه ووايي.

د کندهار د لويديځي ولسوالۍ ژړۍ په مرکز کي دغو راټولو سوو قومي مشرانو او علماو ددولت پر وسلوالو مخالفينو د سولي ږغ وکړ.

د ژړۍ ولسوال محمد شفيق لومړی خپلي خبري وکړې او زياته يې کړه، چي ولسونه نور له جګړې ستړي سوي او اړتيا ده، چي وسلوال تاوتريخوالی پای ته ورسوي او دسولي لاره خپله کړي.

هغه وویل، چي د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي د سولي د هر ډول خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کي د خپل حکومت ترشاه ولاړ دي.

د کندهار د سولي د ولايتي کمېټې رئيس شېرمحمد حقيار بيا د سولي په برخه کي په کليوالي کچه د ولسونو همکاري مهمه وبلل او په دې برخه کي يې د لا زياتي همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، چي تاوتريخوالي په هره برخه کي افغانان زيانمن کړي او اوس د سولي وخت دی.

له ديني اړخه قومي مشران او علما هم دسولي پر ارزښت وږغېدل.

د ژړۍ ولسوالۍ دغو قومي مشرانو او علماو ددولت پروسلوالو مخالفينو ږغ وکړ، چي نوره افغان وژنه پای ته ورسوي او له خپل منتخب حکومت سره د سولي خبري وکړي او سوله ایز ژوند ته مخه کړي.

دوئ دغه راز د ښه امنيت په برخه کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو د هڅو ستاينه هم وکړه.

د کندهار د سولي د ولايتي کمېټې مسولينو تردې مخکي هم د کندهار په بيلابيلو ولسواليو کي له قومي مشرانو او سيمه ایزه اوسېدونکو سره د سولي اړوند غونډي کړي او له هغوئ څخه يې په دې برخه کي د جدي همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د کندهار د سولي د ولايتي کمېټې استازي وايي، چي غواړي په راتلونکي کي د سولي دغه ږغ د کندهار تر هري ولسوالۍ او ليرو پرتو کليو پوري ورسوي ترڅو په دې ډول سره د افغان حکومت له لوري راپيل سوې د سولي پروسه بريالۍ سي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...