د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وکتل

د پنج شنبې په ورځ د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو په ولايت مقام کي له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره په داسي حال کي وکتل چي پرمهال يې د ولايتي شورا غړی نعمت الله شېردلي او د کندهار سولي شورا رئيس هم حضور درلود .

د ليدني په پيل کي راغلو نوماندانو په يو شمېر برخو کي خپلي ستونزي له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره شريکي کړې او ټينګار يې وکړ هغه رايي،چي د بايوميتريک له لاري استعمال سوي دي حساب او د بايوميتريک څخه بغير استعمال سوي رايي بايد باطلي اعلان سي .

نوموړو د رايو په شمېرلو کي د ولايتي ادارې په همکارۍ د ټاکنو خپلواک کمېسيون لخوا پر عدالت ټېنګار وکړ او غوښتنه يې وکړه ،چي بايد د ولس حقيقي رايو ته ارزښت ورکول سي او  د ولس په شفافو رايو بريالي او مستحق کسان د شفافو رايو په ذريعه تر ولسي جرګې پوري ورسېږي .

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د هغوئ څخه مننه وکړه چي د خپل او د ولس له حق څخه دفاع کوي، هغه راغلو نوماندانو ته د ولايتي ادارې په استازيتوب ډاډ وکړ او وې ويل  هغه واک او اختيار چي ولايتي اداره يې لري هيڅکله به يې ستاسو څخه ونه درېغوي .

ښاغلي منيب د دوئ ستونزي پرځاي وبللې او زياته يې کړه چي دغه ستونزي به په مرکزي اداره کي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او مرکزي ادارې سره شريکوي همدارنګه به له هغوئ څخه د يوه پلاوي د را استولو غوښتنه وکړي،ترڅو هرڅه له نژدې  وڅارل سي ؛ پاکي او ناپاکي رايي سره بېلي کړي او هغه رايي د نوماندانو په ګټه حساب کړي ،چي په شفاف ډول د رايو صندوقونو ته اچول سوي دي.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...