د عامي روغتیا ریاست مسؤلین وايي، په روان کال کي یې ۲۷۰۰ د شري مثبتي پېښي ثبت کړي دي

د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا دغه څرګندوني د شري واکسین د کمپاین د پیل پر مهال و کړې، چي په خبره یې د شري ناروغۍ واکسین کمپاین به تر لسو ورځو پوري دوام ولري.

دې ته ورته د کندهار مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب د عامي روغتیا ریاست او همکارو مؤسیسو د مسؤلینو څخه مننه وکړه او د خلګو څخه یې وغوښتل، څو د شري وژونکي ناروغۍ په وړاندي کوچنیان واکسین کړي.

په کندهار کي د عامي روغتیا ریاست د همکارو مؤسیسو په مرسته د شري خطرناکي ناروغۍ په وړاندي لس ورځنی کمپاین پیل کړ چي پر مهال به یې په ښار او ولسوالیو کي د لسو کلنو کم عمره کوچنیانو ته واکسین ورکړل سي.

د واکسین د پیل پر مهال د کندهار مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب د عامي روغتیا ریاست او روغتیا په برخه کي د همکارو مؤسیسو د مسؤلینو څخه مننه وکړه چي د دغه ډول خطرناکه ناروغۍ په وړاندي زیاتي هلي ځلي کوي.

ښاغلي منیب د شري ناروغۍ یوه نا علاجه او وژونکې ناروغۍ یاده کړه او د کندهار اوسېدونکو څخه یې غوښتنه وکړه چي د شري ناروغۍ د لس ورځني کمپاین پر مهال ټول د لس کلنو څخه کم عمره کوچنیان واکسین کړئ.

نوموړي زیاته کړه د خپلو کوچنیانو د ژوند ژغورني لپاره باید د شري او ورته خطرناکه ناروغیو واکسین وکړو.

دې ته ورته د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وویل چی په روان کال کي یې ۲۷۰۰ د شري ناروغۍ مثبتي پېښي یې ثبت کړي چي له جملې يې ځينو خپل ژوند د لاسه ورکړئ.

ښاغلي پخلا وویل چي د شري واکسین کمپاین نن د شنبې ورځي څخه پیل سو چي پر مهال به یې په ښار او ولسوالیو چي د ۳۷۳ روغتیايي ټیمونو له لوري (۵۵۷۹۹۱) پنځه لکه او پنځوس زره نهه سووه یو نیوي د لسو کلنو څخه کم عمر کوچنیان واکسین کړل سي.

پر همدې مهال د ښځو چارو ریسې روقیه اڅکزۍ پر ټولو ښځو ږغ وکړ څو خپلو کوچنیانو ته د شري خطرناکه ناروغي واکسین ورکړي .

روقیه اڅکزۍ وویل چی دا یوه داسی ناروغۍ ده چي په لنډ وخت کي د کوچنیانو ژوند اخلي .

هېره دي نه وي چي د عامي روغتیا وزارت د یوې سروې له مخي وايي چي په تیر ۲۰۱۷ مېلادي کال کي په ټول هیواد کي شري ناروغۍ له امله ۶۸ ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکړي او ښودل سوې چي ددې وژونکي ناروغي وایرس په خورا چټکۍ سره په ساري ډول یو او بل ته انتقالیږي.

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...