د خاکرېز اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل په موخه له سرپرست والي سره وکتل

د خاکرېز ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکو له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره د خپلو ستونزو د شريکولو پرمهال وويل، چي د ولسوالی اوسيدونکي يې وچکالۍ سخت ځپلي او دا مهال ګڼ کسان د قحطۍ سره مخ دي، چي ولايتي اداره بايد مرستي ورسره وکړي.

د چهارشنبي په ورځ  د خاکرېز ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکو د ولايت مقام د غونډو په تالار کي پر داسي مهال د ولايت مقام له مرستيال اوسرپرست والي عبدالحنان منيب سره وليدل چي د طبعي پيښو پر وړاندي د مبارزي او مهاجرينو چارو ريسانو هم حضور درلود .

د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو وويل د يوي خوا نا امنی او د بلی خوا وچکالی اوغريبی يې خلګ سخت ځپلي او دا مهال ګڼ شمير اوسيدونکي د ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي چي بايد  ولايت مقام او مرستندویه اداري ورته پام وکړي او د امکان ترحده مرستي ورسره شريکي کړي .

ورسته مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب هغوئ ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل هغه امکانات چي ولايتي اداره يې په لاس کي لري د ولسواليو تر مستحقو کورنيو پوري به يې په منظم ډول رسوي، هغه زياته کړه د ولايت مقام دروازه د اولسونو پرمخ خلاصه ده او هغه ستونزي چي اولس ورسره لاس او ګرېوان دي ولايتي اداره به يې په خپل ټول توان سره له منځه وړي او هغوئ ته به د هوسا او ارام ژوند زمينه برابروي .

سرپرست والي وويل دم ګړي يې دخاکرېز ولسوالي د۵۰۰  کورنيو لپاره د خوراکي توکو مرسته برابره کړي چي ډير ژر به يي مستحقو کسانو باندي وويشي

مرستيال اوسرپرست والي په دغه برخه کي د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزي رئیس ته سپارښتنه وکړه چي د خاکرېز ولسوالۍ اړو او مستحقو کورنيو ته هغه امکانات چي په لاس کي يې لري په نژدې ورځو کي وسپاري او د هغوئ اړتياوي او ضرورتونه به ورباندي له منځه يوسي .

خبریال:  سيدستارمهتابي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...