د تخته پل ولسوالۍ قومي او ولسي مشرانو دمرستيال او سرپرست والي سره وکتل

د شنبې په ورځ د تخته پل ولسوالۍ يو شمېر قومي او ولسي مشرانو له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره په ولايت مقام کي په داسي حال کي وکتل چي پرمهال يې د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي هم حضور درلود.

راغلو مشرانو وويل : دا چي سږ کال وچکالي زياته ده نو د دغه ولسوالۍ مالداران د زياتو ستونزو سره مخ او زيانمن سوي دي. هغوئ له ولايتي ادارې څخه وغوښتل چي د دغه ولسوالۍ د مالدارانو سره دي د حيواناتو د خوراکي توکو او نورو اړينو توکو مرستي وکړي.

همدارنګه هغوئ زياته کړه : دغه مرستي دي د يوې سروې له مخي په متوازن ډول ووېشل سي ترڅو مستحق کسان ورڅخه برخمن سوي وي.

 مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب راغلو مشرانو ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او په دغه برخه کي يې د زراعت رياست استازي ته لارښوونه وکړه چي د امکان تر حده دي د دغه ولسوالۍ د مالدارانو سره مرستي وکړي.

ښاغلي منيب وويل : هغه مرستي چي د ولايتي ادارې لخوا د غريبو هيوادوالو لپاره ټاکل کېږي هغه د يوې سروې له مخي او په متوازن شکل ورکول کېږي.

خبریال: روزالدین ایازي

x

دا هم وګورئ

دشهيد عبدالاحدکرزي د روزنتون پر زده کوونکو البسه توکي و وېشل سوه

د شنبې په ورځ د سرپرست والي عبدالحنان منيب له لوري د شهيد عبدالاحدخان کرزي ...