د بدن د ښکلا نړیوال اتل احمد یاسین سالک قادري اتلولي وګټله

د افغانستان د بدن د ښکلا نړیوال اتل احمد یاسین سالک قادري پرون شپه د ګلوبل کلاسیک په نړیوالو سیالیو کې هم اتلولي وګټله.

د ګلوبل کلاسیک ۲۰۱۸ کال سیالۍ پرون او وړمه ورځ د چین په مکاو ټاپو وزمه کې وشوې.

دا لوبې د بدن د ښکلا د نړیوال فدراسیون له‌خوا ترسره شوې.

احمدیاسین سالک قادري د لوبې تر ګټلو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا اتلولي د کندهار د پخواني امنیه قوماندان سترپاسوال عبدالرازق اچکزي روح او کورنۍ ته ډالۍ کوي.

یاسین قادري تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په مغولستان هېواد کې د نړۍ د اماتور سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د کرکټ غوره لیګ: پکتیا له ننګرهاره او بلخ له کندهاره لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ په غوره لیګ کې پرون یکشنبه دوه لوبه وشوې. پکتیا له ...