د امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا نن دوشنبه ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

دا تمرینونه په داسې وخت کې کيږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په راتلونکو څو ورځو کې په نیویارک کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه کوي.

که څه هم په سنګاپور کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اوون سره تر کتنې وروسته واشنګټن له جنوبي کوریا سره د سترو پوځي تمرینونو ځنډول اعلان کړل، خو امریکايي مقامات وايي، ننني تمرینونه محدود دي او یوازې ۵۰۰ سرتیري په کې برخه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «سي.بي. اېس» ټلوېزیون ته پرون یکشنبه وویل، دی به د شمالي کوریا له چارواکو سره د کوریا ټاپو وزمې د غېراټمي کولو په اړه د امریکا د غوښتنې او د دواړو هېوادونو د دوهمې سرمشریزې په تنظیمولو خبرې وکړي.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي داخلي بېځايه سوي ګډوالي کورنۍ د دولت او اړوند مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه کوي چي د دوی سره مرسته وکړي

د کډوالو چارو رياست مسئولین د یادو بېځايه سوو کسانو ستونزه پر ځای بولي خو ...