د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال استعفا وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال استعفا وکړه. جف سشنز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سم له خپله مقامه استعفا کړې ده.

له دې استعفا سره د روسیې د تحقیقاتو د برخې د سلاکار رابرټ مولر برخلیک یو ډول مبهم شوی دی.

سپینه ماڼۍ وایي، جف سشنز د نوومبر په اوومه خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه او جمهور رئیس ټرمپ هم هغه ومنله.

د امریکا د عدلیې وزارت د رابرټ مولر د کار په برخه کې ځانګړی صلاحیت لري.

مولر دا مسئله څېړي چې :

  • د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې روسیې مداخله کړې ده که نه‌ده؟
  • او د انتخاباتي کمپاین پر مهال یې د ټرمپ له ټیم سره همکاري کړې ده که نه‌ده؟

روسیې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله رد کړې او ډونالډ ټرمپ له روسیې سره هر راز ارتباط رد کړی دی.

x

دا هم وګورئ

د ارزګان د پوهني ریاست لخوا د ( پوهنه رڼاده) تر شعار لاندي کمپاین ترسره کړ

په دغه موټریز کمپاین کې د پوهني اړوند شعارونه لیږدول کیده او له کورنیو څخه ...