د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په حضور کي نن غرمه د کندهار د دهلې بند د بيارغوني او احيا تفاهم ‌ليک لاسليک سو.

ياد تفاهم‌ليک د جمهوررئيس ستر سلاکار او د ماليي وزارت د سرپرست ډاکتر محمدهمايون قيومي او په افغانستان کي د نړيوال بانک رئيس شبهم چوهدري او د اسيا پراختيايي بانک رئيس سمويل توميوا لاسليک کړ.

د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۰ د اسيا پراختيايي بانک (ADB)د کندهار د دهلي بند د ارتفاع لوړولو د ډيزاين لپاره ANZDEC او افغان‌ترين ګډو کمپنيو سره قرارداد وکړ،چي د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۳۱ نېټه به پاي ته ورسيږي او لګښت يې چي ۴۰۰ميليون امريکايي ډالر کيږي د اسيا پراختيايي بانک او نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي.

د کندهار د دهلي بند د جوړولو چاري په څلورو پړاوونو کي بشپړيږي،چي په لومړي پړاو کي د بند کاسه ۱۲ مترو ته لوړيږي چي له دې سره به يې د اوبو ذخيره له ۲۹۸ ميليون متر معکب څخه ۷۹۸ متر مکعب اوبو ته لوړه سي.

دويم پړاو يې د ځمکي او کروندو خړوبول دي چي ۲۰ زره هکتاره نوره ځمکه به خړوبه کړي، په دريم پړاو کي د کندهار ښار او ورڅيرمه کليو ته د څښاک اوبو رسول تامينيږي او په څلورم پړاو کي د ۲۴ ميګاواټه بريښنا توليد دي چي دکندهار ښار ته به وويشل سي.

خبریال: روزالدين ايازي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...