د اتاترک تعليمي او تحصلي ادارې غړو له مرستيال او سرپرست والي سره وليدل

د شنبې په ورځ د اتاترک تعليمي او تحصيلي ادارې استازو له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل.

د دغه بنسټ غړي غواړي، چي په کندهار کي د خپلواکۍ او سولي د ملي اتل شهيد ستر پاسوال عبدالرازق په نوم يوه لېسه جوړه کړي، چي نړيواله او جهاني به وي.

په دغه ليدنه کي د اتاترک تعليمي او تحصلي کمپليک استازو مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ته وويل، په مرکز کابل کي يې د سوداګرو او يادي ادارې په مالي مرستو د خپلواکۍ او سولي د ملي اتل شهيد ستر پاسوال عبدالرازق په نوم د يوې نړيوالي لېسې قانوني مراحل خلاص کړي او ډېر ژر به يې د بنسټ ډبره کښېږي.

دوی وويل، په همدې ډول غواړي، چي په کندهار کي هم د راتلونکي مالي کال له پيل سره سم د شهيد عبدالرازق په نوم يوه لېسه جوړه کړي، چي مځکه به ولايتي اداره ورکوي او نوري ساختماني چاري به يې د اتاترک تعليمي او تحصيلي ادارې او د کندهار د سوداګرو په مرسته مخ ته وړل کېږي.

د اتاترک تعليمي او تحصيلي ادارې استازو زياته کړه، چي دوی هوډ لري، څو په هيواد کي د خپلواکۍ او سولي د ملي اتل شهيد سترپاسوال عبدالرازق په نوم يوه ښوونځی جوړه کړي، چي د نړيوال توب ترڅنګ به يې ټولي تدريسي او ادارې چاري په نړوال سټنډر سره مخ ته وړل کېږي.

وروسته مرستيال والي عبدالحنان منيب د يادي ادارې استازو ته ښه راغلاست ووايه او په هيواد کي په خاص ډول يې بيا په کندهار کي د خپلواکۍ او سولي د ملي اتل شهيد سترپاسوال عبدالرازق په نوم د يوې ښوونځی پر جوړېدو يې خوښي وښوده او دا يې د تعليم او پوهي په برخه کي يو لوی ګام ياد کړ.

ښاغلي منيب وويل، د شهيد عبدالرازق په نوم د ښوونځی جوړول به ټولو امنيتي ځواکونو ته دا روحيه ورکړي، چي د هيواد او خاوري د ساتني په موخه د دوی قربانۍ بې ځايه نه دي، بلکي د حکومت ترڅنګ د خپلو خلکو په زړونو کي هم دي او ټولي قربانۍ يې د قدر وړ دي.

سرپرست والي وويل، شهيد ستر پاسوال عبدالرازق يوازي د کندهار نه بلکي د ټول هيواد جنرال وو او د هيواد په ټولو برخو کي خلک د ده په شهادت باندي سخت غمجن دي.

نوموړي د اتاترک تعليمي ادارې غړو ته د کندهار ولايتي ادارې په استازيتوب د همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چي په دغه برخه کي ورسره د قانون په رڼا کي هر ډول مرستي کوي.

خبریال: روزالدين ايازي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...