دیني علماء وايي، د زورواکانو څخه دفاع او داخلي لاسوهنو جنګ ته زمينه برابره کړې ده

یادو دیني علماؤ پر دولتي مسؤلینو ږغ وکړ، څو د هیواد په دا خل کي د زورواکو او ظالمو کړیو په وړاندي ودریږي او په خبره یې دیني علماوو ته د سولي راوستلو په برخه کي زیاته ونډه ورکول سي.

دیني علماوو یادي څرکندوني د کندهار علماوو شورا له لوري د سولي په اړه جوړه سوې غونډه کي وکړې.

د کندهار د علماوو شورا له لوري د سولي په اړه جوړه سوې غونډه کي دیني عالمانو غوښتنه وکړه، څو د سولي په برخه کي ورته مهمه ونډه ورکړل سي، څو د دولت د وسله والو مخالفينو سره سوله د دیني علماوو په منځګړیتوب راسي.

په دغه غونډه کي د کندهار د علماؤ شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني وویل، چي ټول ملا امامان مکلف دي څو د سولي په اړه د ممبر او نورو لارو څخه په ګټه اخیستو هڅي وکړي .

مولوي عبیدالله فیضاني زیاته کړه په افغانستان کي زیاتي کړۍ په دې هڅه کي دي، چي د سولي خبري د خنډ سره مخ کړي او د جنګ څخه خپلي شخصي ګټي پورته کړي، خو په خبره یې دیني علماء باید د دولت سره وږه پر وږه ودریږي او د سولي په برخه کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي.

نوموړي وویل، اسلام ټول مسلمانان په یووالي او اتحاد مکلف کړي دي او هم وايي چي کندهار د افغانستان سیاسي مرکز ګڼل کیږي، نو اړینه ده چي د سولي لپاره کارونه هم له دې ځایه پیل سي.

دې ته ورته دیني علماء وایي تر ټولو مخکي باید د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول سي او د سولي خبري د افغانانو تر منځ تر سره سي.

دیني عالمان وايي چي باید دولتي مسؤلین د زورواکانو په وړاندی ودریږی او هم په اداراتو کي د خلګو لپاره سهولتونه برابر کړي او د پرمختګ چاري چټکي کړي .

د غونډي په ورستيو کي د دیني علماؤ له لوري ترتیب سوی یوولس مادیز پریکړلیک ولوستل سو، چي له مخي یې اسلام د سولي او ورورولۍ دین یاد کړ او پر ټولو افغانانو ږغ سوی ؤ چي د سولي او پرمختګ لپاره د اسلامي اصولو په رڼا کي کار وکړي.

دا په داسي حال کي ده، چي د نورو وختونو په پرتله ددولت وسله والو مخالفینو سره د سولي د خبرو امکانات زیات سوي او هم په مسکو کي افغان دولت او دوسله والو مخالفینو استازو لیدني کړي دي.

خبریال: احمدشاه شاداب 

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...