دکندهار یو شمیر سوداګرو او د ولایتي شورا غړو په شهید سترپاسوال عبدالرازق پسي د قران الکریم ختمونه وکړل.

څه کم درې اوونۍ وړاندي په کندهار ولایت مقام کي د یوې خونړۍ ترهګریزي پيښي پر مهال د ولایتی اداری د نورو مسولینو تر څنګ د کندهار مخکنی امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي هم شهید سوو، چي د هیواد په ګوټ ګوټ او د هیواد څخه بهر يی په ګڼ شمیر هیوادونو کي د فاتحی مراسم ترسره سول.

د چهارشنبي په ورځ هم د کندهار د ولایتي شورا د غړو او سوداګر حاجي عبدالباقي مشهور په حاجي تورجان له لوري په ارواښاد پسي د قران الکریم ختمونه وسول او د شهید د روح د خوښي په موخه ورته د دعا لاسونه  لپه سول.

شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي د هیواد په کچه د یو زړور نظامي جنرال په توګه د خلکو په زړونو کي ځاي درلود او تر شهادت وروسته په هیواد کي دننه د ګڼ شمیر ولایتونو اوسیدونکو او د هیواد څخه بهر يي مینوالو فاتحي واخیستي او ورپسي يي د قران الکریم ختمونه وکړل.

جمهور رئيس غني شهید سترپاسوال عبدالرازق ته د خپلواکي د ملی اتل لقب ورکړ او تر څنګ يي د کندهار د پولیسو روزنیز مرکز هم دده په نامه کړ خو لا هم دده تر شهادت اووني وروسته د کندهار ښار ګڼ شمیر اوسیدونکي دده غم نسي هیرولاي او ورپسي دعاوي او ختمونه کوي.

د چهار شنبي په ورځ هم د کندهار د ولایتي شورا غړو او سوداګر حاجي عبدالباقي مشهور په حاجي تورجان لخوا په شهيد پسي د قران الکریم ختمونه وسول او د شهید د روح د خوښي په موخه ورته د دعا لاسونه  لپه سول.

د قران الکریم تر ختم وروسته د ولایتي شورا وکیل نعمت الله شیردلي وويل، چی شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی د وطن څخه د دفاع او ساتني په لار کي هغه کارنامي کړي دي، چي ولسونه به يي هیڅکله د یاده ونه باسی او په دا ډول ختمونو سره به يي نوم او کارنامي تل ژوندي ساتل کیږي.

د روان کال د میزان پر ۲۶مه نیټه په کندهار ولايت مقام کي د یوي ترهګریزي پيښي پر مهال د کندهار مخکني امنیه قومندان او د ملي امنیت رئيس شهیدان سول، چي د فاتحي او جنازي په مراسمو کي يي د هیواد د جمهور رئيس په ګډون د هیواد په کچه ملي شخصیتونو هم ګډون کړي وو او د خپلواکي د ملی اتل د قهرمانیو څخه د یادوني تر څنګ يي د هغه ضایع نه جبرانیدونکي وبلل.

خبریال: احمد بهیر احمدی

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...