دخبريالانو دمالي ملاتړ دمرستي صندوق لخوا دکندهارملي راډ‌يو تلویزیون دکیمره مین سلیم رحیم دکورنۍ سره نقدي مرسته وسوه

د خبريالانو د ملاتړ مالي صندوق مسئول لیکوال او ژورنالیست محمد اصیف وردګ په یوه خبري کنفرانس کي وويل، چي څلور کاله وړاندي يې په مرکز کي د خبريالانو د ملاتړ په نوم د بیمې يو صندوق پرانستی تر څو هغه بیمه خبريالان چي ژوبل او يا هم شهيد سي د هغه د کورنۍ د غړو سره هر ډول مرستي تر سره کړي.

نوموړي پر ټولو خبريالانو ږغ وکړ، چي هرڅه ژره دي د خبريالانو د ملاتړ په مالي صندق کي ځانونه بیمه کړي.

د خبريالانو د مالي ملاتړ د مرستي صندوق لخوا د کندهار ملي راډ‌يو تلویزیون د کیمره مین سلیم رحیم د کورنۍ سره سل زره افغانۍ نقدي مرسته وسوه.

د خبريالانو د مالي ملاتړ صندوق مسئول لیکوال او ژورنالیست محمد اصیف وردګ وايي، د خبريالانو د ملاتړ مالي صندوق سره ولسمشر محمد اشرف غني د شخصي اکاونټ څخه پنځه میلونه افغانۍ ورکول سوي، چي اوس هم په یاد صندوق کی جمعه دي.

دده په وینا په دې ورستیو کي د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا يو فرمان صادر سوی، چي د ماليې وزارت دي د خبريالانو د ملاتړ مالي صندوق ته لس میلونه افغانۍ ورکړي.

دی زیاتوي، چي د خبريالانو دملاتړ مالي صندوق په دولت او هیڅ يوې ډلي پوري تړلی ندی، بلکي یوازي او یوازي په خبريالانو پوري اړه لري.

نوموړي د ټولو رسنیو د استازو او خبريالانو څخه غوښتنه وکړه چي ځانونه د خبريالانو د ملاټړ په مالي صندوق کي بیمه کړي، چي بيا به د يوې ستونزي پرمهال د همدې نهاد لخوا ورسره هر ډول مرستي کیږي.

داراز په کندهار کي د خبريالانو د ملاتړ يا نی دفتر مسئول عبدالسمیع غیرتمل د خبريالانو په استازيتوب د دوی د راتګ څخه مننه وکړه او ددې تر څنګ يې د خبريالانو د ملاتړ مالي صندوق د مسئولینو څخه غوښتنه وکړه، چي د يو شمیر نورو هغو شهید سوو خبريالانو چي په هلمند، زابل او کندهار ولايت کي شهیدان سوي دي د هغوی د کورنۍ سره هم دا ډول مستي وکړي.

د يادوني وړده، چي محمد سلیم رحیم د کندهار ملي راډيوتلویزیون تجريبه لرونکی تکړه کمیره مین ؤ، چي د تیرو  څو کلونو راهسي يې د افغاستان په ملي راډيو تلویزیون او کندهار ملي راډیوتلویزیون کي د يوه ټکړه کیمره مین په توګه دنده تر سره کړل، خو په کندهار کي د ورستي تورستي خونړي بريد پرمهال د يوشمېر چارواکو سره په شهادت ورسېد.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...