افغان امنیتي ځواکونو د ولسي مرګ ژوبلي مخه نیولې ده

د هلمند امنیه قوماندان وايي: جګړيزو عملیاتو کي د ولسي مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره يې ټول تدابیر په کار اچولي دي.

د ده په وینا سره له دې، چي افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو کي هیڅ ډول ولسي مرګ ژوبله نه ده اوښتې ترڅنګ يې ځواکونو د وسله والو مخالفینو د سړک غاړي ماینونو له خطره هم ولسي خلک ژغورلي دي.

په دې ورستیو کي د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کي د وسله والو مخالفینو پر ضد هوايې او مځکني عملیات ترسره سوه ، چي امنیتي سرچینو لسګونه وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې د اړولو خبرونه ورکړه.

دغه عملیات چي اکثره په کرنیزو ، سیمو کلیو او کوڅو کي ترسره کیږي ، ملکي خلکو ته هم له زیانونو خالي نه دي.

خو د هلمند امنیه قوماندان محمد رزاق یعقوبي رسنیو ته د ملکي مرګ ژوبلي د مخنیوي په خاطر وویل ، چي دوی په ورستیو عملیاتو کي چي په نهرسراج ، نادعلی ، ناوه ، ګرمسېر ، چانجیر او لوی مانده کي يي ترسره کړه ، هیڅ ډول ملکي مرګ ژوبله نه لري. بلکه د دې ترڅنګ امنیتي ځواکونو خپل ټوان سره ، د طالبانو د ماینوو د شنډولو سره هم د خلکو ژوند ژغورلی دی.

ده وویل : هلمند کي اکثره ملکي مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو له خوا رامنځ ته کیږي ، ځکه دوی د خلکو په کورونو ، دکانونو ، او باغونو کي سنګرونه جوړوي ، او د سړکونو ، کورونو او کښتونو په منځکي ماینونه ښخوي د ده په وینا امنیتي ځواکونو سره له دې ، چي په خپلو جګړیزو عملیاتو کي د ملکي خلکو ژوند ساتلی ترڅنګ يي د مخالفینو د ماینونو د چاودنو مخه هم نیولې ده.

دا پداسي حال کي ده ، چي ورستیو عملیاتو کي د ملکي تلفاتو اړه کوم راپور نه دی ورکړل سوی او چارواکي ادعا کوي ، چي د دوی د عملیاتې چارو د کراروالي یو لامل هم خورا ډېر احتیاط دی ، چي د ملکي مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره يي ترسره کوي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...