وکیلان: ټاکنیز کمېسیونونه باید خپل اختلافات حل کړي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي دې جرګې ته د امنیتي چارواکو له نه حاضرېدو څخه د اندېښنې تر څنګ وايي چې ټاکنیز شکایتونه باید همغږي ولري او خپل اختلافونه حل کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ خو په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره سوې. او ټاکل شوې ده چې په غزني ولایت کې به وروسته ترسره شي. په دغه ټاکنو کې د درغلیو او تخنیکي ستونزو په اړه ډېر شکایتونو ثبت شوي دي.

پر ټاکنو د څار بنسټونو د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ د اختلافاتو او د ولسي جرګې د رايې شمېرنې د بهیر له اوږدېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو ويلي چې که دا ستونزه حل نه شي د ټاکنو پایلې به پر ټاکلي وخت اعلان نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له بایو متریک سیسټم څخه پرته د رایو د لغوه کېدو په اړه د یو شمېر بنسټونو او نوماندانو غوښتنو ته په اشاره ویلي چې شکایتونه څېړي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان کړی چې هغه رایې لغوه کېږي چې له بایو مټریک سیسټم څخه پرته صندقونو ته اچول شوې دي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې هم په دې موضوع خبرې وشوې.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستیال او سرپرست والي وايي: ددهلې بند رغنیزي چاري باید ژر تر ژره پیل سي

د شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ...